1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو کابل ته لېږلی پلاوی بیرته ورغوښتی

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

طالبانو خپل هغه پلاوی بيرته ورغوښتی دی چي کابل ته د بنديانو د تبادلې له پاره لېږل شوی وو. دې ډلې تر دې مخکې ویلي ول چې افغان حکومت په یوه او بله پلمه د بندیانو آزادیدل ځنډوي.

https://p.dw.com/p/3acTI
Suhail Shaheen
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، پر خپل تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: «د لاسلیک شوې توافقنامې پر اساس باید د اسلامي امارت بندیان لا وختي خوشې او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شوې وای.»

د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي نزدې یوه اوونۍ په کابل کې تیره کړه او له افغان حکومت سره یې د بندیانو د آزادیدو په اړه مذاکرات وکړل. خو دغه خبري اتري کومې پایلې ته و نه رسیدې او طالبانو لا وختي اعلان کړی وو چې بې پایلو خبرو اترو ته به دوام ور نه کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا ویلي دي چې د بندیانو د تبادلې په اړه مذاکرات یوه مهم پړاو ته رسیدلي دي او په داسې مرحله کې ترې وتل د «سولې د بهیر پر وړاندې د جدیت نه شتون ښیي».

یوه افغان چارواکي عبدالمتین بیک، چې ولسمشر اشرف غني ته ډیر نزدې کس بلل کیږي، تر دې مخکې ویلي ول چې طالبان د ۱۵ داسې قوماندانانو د آزادي غوښتنه کوي چې «په لویو بشري جنایتونو کې ښکیل» ول. هغه روښانه کړې وه چې افغان حکومت دغه کسان نه شي آزادولی.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د مارچ میاشتې تر لسمې نیټې پورې د طالبانو پنځه زره بندیان له زندانه آزاد شوي وای، او بیا بین الافغاني خبرې اترې پیل شوې وای. خو تر اوسه پورې د دې تړون پر اساس د طالبانو یو بندي هم د افغانستان له زندانونو څخه نه دی وتلی.

طالبان وایي د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو له پاره یې همدا مخکیني شرط دی او د بنديانو له خلاصیدو پرته یې خبرو اترو ته نه حاضریږي.