1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو په غور کې له کوره تښتیدلی هلک او نجلۍ وژلي دي

۱۳۹۸ خرداد ۶, دوشنبه

د غور ځايي چارواکو تایید کړې چې طالبانو یوه ښځه او یو نارینه چې له یو بل سره یې اړیکه لرله او له کوره تښتیدلي ول، د دې ولایت په شهرک ولسوالۍ کې وژلي. دغه پیښه ښايي د روان کال د جوزا میاشتې په دویمه نیټه رامنځ ته شوې وي.

https://p.dw.com/p/3JBdD
Burka Trägerin in Afghanistan
انځور: ADEK BERRY/AFP/Getty Images

د غور ولایت د امنیت امر سید ضیا حسیني، دویچه ویله ته وویل چې د شهرک ولسوالۍ له کاریزک کلي څخه یو هلک او نجلۍ سره ګډ له کوره تښتیدلي ول او بیا د همدې ولسوالۍ په مسجد نګار کلي کې د طالبانو لاس ته لویدلي. حسیني وویل: «تر هغه وروسته [صحرایي] محکمه ترسره کیږي او طالبان هغوی [هلک او نجلۍ] په ډزو وژني.»

د حسیني په خبره هغه سیمه چې دغه نجلۍ او هلک ترې تښتیدلي ول، د طالبانو تر ولکې لاندې ده. وژل شوې نجلۍ د ۲۰ او ۲۲ کلونو او هلک بیا د ۲۸ او ۳۰ کلونو تر منځ عمر لره.

د غور ولایت ویاند عبدلحی خطیبي، په دې اړه وول: «هلک او نجلۍ له نورو کسانو سره واده ول خو له یو بل سره اړیکه لرله او سره تښتیدلي ول او بیا بل کلي ته تللي ول. په هغې سیمې کې طالبان پر دې موضوع چې دواړو له مخکې ودونه لرل، خبر شوي ول. دواړه یې لومړی نیولي ول، بیا یې صحرايي محاکمه او وژلي ول.»

د خطیبي په خبره د دغو دوو کسانو محاکمه هم د شهرک ولسوالۍ په احمر در کلي کې ترسره شوې ده. د شهرک ولسوالۍ د غور ولایت د مرکز په شاوخوا ۱۴۰ کلیومتري کې پرته ده.

طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو دغه ډله وخت نا وخت تر خپل کنترول لانې سیمو کې صحرایي محکمې ترسره کوي. دا په داسې حال کې ده چې د غور ولایت ویاند ټینګار کوي چې د شهرک ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې نه ده خو دغه ډله د دې ولسوالۍ په جنوبي برخو کې حضور لري: «څه نا څه ۱۰ یا ۲۰ کلي د طالبانو په کنترول کې دي.»

د دغه ځايي چارواکي په خبره دغه سیمې له څه نا څه دوو کلونو راهیسې د طالبانو لاس ته لویدلي دي. هغه روښانوي چې په دې سیمه کې د میشتو طالبانو شمیر کم دی او یوازې چریکي عملیات ترسره کوي.

(ms/pa (dw