1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په غزني کې د ښځو پارک په نظامي مرکز بدل کړی

۱۴۰۱ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د غزني یو شمېر اوسیدونکي وایي چې طالبانو په غزني ولایت کې د ښځو د ځانګړي تفریحي پارک دروازه تړلې او دغه پارک یې په یوه نظامي مرکز بدل کړی دی. په غزني ولایت کې طالب چارواکي بیا دغه موضوع ردوي.

https://p.dw.com/p/49Zu3
انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخهانځور: WAKIL KOHSAR/AFP/Getty Images

 په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې په دې ولایت کې د ښځو د پارک پر دروازه یوه لوحه لیدل کیږي، چې پرې «الجهاد مرکز» لیکل شوي دي. د یادې لوحې ترڅنګ همدا راز لیکل شوي چې »پرته له اجازې داخلیدل منع دي.«

په غزني ولایت کې دغه پارک د پخواني حکومت له لوري د ښځو له پاره ځانګړی شوی و او هغوی ته پکې د دوکاندارۍ له پاره غرفې هم ویشل شوې وې چې پکې میرمنو لاسي صنایع پلورلې.

د غزني ولایت یوه میرمن چې د نوم د نه خپریدو په شرط یې خبرې کولې وویل چې دا پارک اوس د ښځو پرمخ تړل شوی دی او په نظامي مرکز بدل شوی دی.

د غزني یوه بله میرمن د امنیتي ستونزو له ویرې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل «ښاروالۍ دغه پارک ځانګړی د ښځو له پاره جوړ کړی و او دلته به ښځو لاسي صنایع نندارې ته ایښودل او پلورل خو اوس دا پارک نظامي مرکز بدل شوی او ښځې نور نشي کولی دغه ځای ته د تفریح له پاره ورشي.«

د غزني له پاره د طالبانو والي ویاند حافظ عمر غزنوي دویچه ویله ته وویل، په دغه ځای کې د ښاریانو له پاره په تګ او راتګ هیڅ بندیز نه دی وضع شوی، خو په حقیقت کې پخواني حکومت دغه ځای یوازې د پارک په نوم نومولی و خو فعال نه وو.

هغې همدا راز زیاته کړه چې د دې پارک د تړلو ترڅنګ په دې ولایت کې د طالبانو له لوري پر ښځو محدودیتونه وضع شوي چې له کبله یې ښځې نه شي کولی په ښار کې په آزاد ډول تګ راتګ وکړي او همدا راز تفریحي ځایونو ته د میرمنو تګ هم ستونزمن شوی دی.

د غزني له پاره د طالبانو والي ویاند حافظ عمر غزنوي بیا وايي چې دغه پارک د قوماندانۍ او محکمې ترڅنګ موقعیت لري او د پخواني حکومت پرمهال د امنیتي دلایلو له کبله چا نه شو کولی چې دغه پارک ته داخل شي.

حافظ عمر زیاتوي: »اوس د اسلامي امارت له لوري هیڅ ممانعت نه شته او خلک کولی شي چې آزاد تګ راتګ وکړي. دا اصلاً پارک نه دی او هغه څوک چې وايي دلته بازار وو، موږ هغه په بشپړه توګه ردوو.«

د افغانستان د پخواني حکومت تر پرځیدو او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، طالبانو د نورو ترڅنګ پر میرمنو باندې یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي چې له کبله یې په کور دننه او نړیوال غبرګونونه هم را پاریدلي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب