1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو په بادغیس کې ۱۸ افغان ځواکونه وژلي»

۱۳۹۸ تیر ۲۶, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې طالبانو ۱۸ افغان سرتیري هغه مهال ووژل چې دغو ځواکونو د طالبانو د یوه مشر د نیولو هڅه کوله.

https://p.dw.com/p/3MCg1
Karte Afghanistan Provinz Badghis Englisch
انځور: DW

نښتې هغه مهال پیل شوې چې د بادغیس ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې افغان امنيتي ځواکونه ديسانت شول، څو د طالبانو پر پټنځایونو شپني عملیات وکړي او د دې ولسوالۍ له پاره د طالبانو په نوم والسوال ونیسي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي فرید اخیزي، وویل چې طالبانو دغه افغان ځواکونه محاصره کړل او بیا یې د هغوی له ډلې څخه ۱۸ تنه ووژل شل. د هغه په خبره په دې پیښه کې طالبان د ۱۱ افغان ځواکونو په اسیر نیولو هم توانیدلي دي. د اخیزي په خبره لس نور افغان ځواکونه اوس هم لادرکه دي.

د آب کمري ولسوال خداداد، ویلي دي چې د دې پیښې د رامنځ ته کیدو اصلي لامل د همغږۍ نه شتون وو. هغه زیاته کړې: «دغه عملیات پر داسې یوه پټنځای چې د طالبانو د څو قوماندانانو له خوا کارول کیده، ترسره شوي. خو یاغیانو دوې ورځې مخکې دغه سیمه تخلیه کړې وه.»

طالبانو په یوه بیانیه کې ویلي دي چې هغوی د دې عملیاتو په اړه مخکې له وخته معلومات لرل. طالبانو ادعا کړې ده چې ځواکونو یې ۳۹ افغان سرتیري وژلي او ۱۶ تنه نور یې بندیان کړي دي.

(M.J/N.Z(Reuters