1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو د مخنیوي هوډ کړی

۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه

افغان طالبانو په افغانستان کې راتلونکي پارلماني ټاکنې «یوه امریکایي توطیه بللې، څو په راتلونکي کې بهرنی اشغال توجیه کړي.» د رپوټ له مخې طالبانو هوډ کړی دی چې د پارلماني ټاکنو د مخنیوي له پاره به هر څه وکړي.

https://p.dw.com/p/36933
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالب یاغیانو ویلي دي چې دوی به هر هغه کس په نخښه کړي چې د دغې پروسې د بریالي کیدو هڅه کوي، په ځانګړې توګه افغان امنیتي ځواکونه.

تر دې دمخه د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي ول چې لږ تر لږه ۵۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه به د اکتوبر مياشتي پر شلمه د رای ورکولو ۵۱۰۰ مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

رپوټ زیاتوي چې طالبانو نه یوازې ټاکنې د اسلامي قانون پر ضد بللې، بلکې په خبره یې د افغانستان له ملي ګټو سره څرګنده په ټکر کې دي.

په تیرو دوو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د پارلماني ټاکنو اته کاندیدان وژل شوي دي. تیره اوونۍ د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې لږ تر لږه ۱۸کسان ووژل شول او نزدې پنځوس تنه ټپیان شول. د دغه برید مسئولیت داعش پر غاړه اخیستی وو.

آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې کابل میشته د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي، په دې آند دی چې ټاکنې د طالبانو مهمه سیاسي ایدیالوژي ګواښي، کومه چې ټاکنې ردوي او پر وفادارۍ یا بیعت باندې ټینګا کوي.

سعیدي ویلي دي: «دا یوازینی علت دی چې طالبان هڅه کوي چې د دغې پروسې مخه ونیسي.» سعیدي، ادعا کوي چې طالبان چې د جرمونو مرتکب شوي دي، د دې مشروعیت نه لري چې په افغانستان واکمني وکړي.