1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر فرانسوي سرتیرو د برید پړه پر غاړه واخیسته

۱۳۹۰ بهمن ۱, شنبه

طالبانو د شبنې په ورځ ادعا کړې ده چي هغه کس چي په کاپیسا ولایت کي ئې څلور فرانسوي سرتیري ووژل د دوی له خوا ګمارل شوی وو. تر دې پیښي وروسته اوس افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیت د لیږد په اړه اندیښني رامنځ ته شوي دي.

https://p.dw.com/p/13nan
طالبان ډیر وخت د داسي بریدونه پړه پر غاړه اخلي چي دوی نه وي تر سره کړي
طالبان ډیر وخت د داسي بریدونه پړه پر غاړه اخلي چي دوی نه وي تر سره کړيانځور: AP

د پلان له مخي به د ناټو ټول جنګي سرتیري د ۲۰۱۴ کال تر پای پوري له افغانستان څخه ووځي. تر دې مودي وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د خپل هیواد امنیتي مسؤلیتونه پر غاړه واخلي. دې هدف ته د رسیدو په موخه اوس نړیوال ځواکونه افغان سرتیري روزي، خو وخت نا وخته ځیني افغان سرتیري پر خپلو بهرنیو روزونکو ډزي کوي او هغوی ته مرګ ژوبله اړوي.

یوازي په رواني میاشتي کي دوه واري افغان سرتیرو پر فرانسویانو ډزي کړي دي او هغوی ته ئې سخته مرګ ژوبله اړولي ده.

د طالبانو یو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري آژانس ته د ټیلیفون پر کرښه ویلي دي: «طالبانو په ډیرو مهمو دولتي څوکیو کي کسان ګمارلي دي. د دغو کسانو له ډلي څخه ځينو ئې بریدونه تر سره کړي دي.»

دا لومړی ځل نه دی چي افغان سرتیري پر خپلو بهرنیو روزونکي او ملګرو ډزي کوي. که څه هم ناټو د دغو بریدونو پړه پر طالبانو اچوي خو وایي چي روحي فشارونه، بي نظمي او بیلا بیلو کسانو ته وفاداري هم د دغو بریدونو له لاملونو څخه دي.

د کاپیسا برید په داسي حال کي رامنځ ته کیږي چي یوازي څو اونۍ مخکي طالبانو اعلان وکړ چي له متحده ایالاتو سره په قطر کي د یو سیاسي دفتر د پرانستلو په اړه یوې لومړنۍ موافقي ته رسیدلي دي.

فرانسه په افغانستان کي ۳۶۰۰ سرتیري لري. دغه هیواد په افغانستان کي د خپل ماموریت له پیل څخه تر اوسه پوري ۸۲ سرتیري له لاسه ورکړي دي. له پرونۍ پیښي وروسته د فرانسي ولسمشر وویل چي کیدای شي له افغانستان څخه خپل سرتیري د ټاکل شوي مودي مخکي راوباسي.

د کاپیسا د ولایت له پیښي وروسته د فرانسي د دفاع وزیر افغانستان ته رسیدلی دﺉ. دی به په دغه هیواد کي د وضعیت تر څیړلو وروسته ولسمشر نیکولا سرکوزي ته خپل وړاندیزونه ورکړي. وویل کیږي چي سرکوزي به له دې وروسته له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د مخکي له وخته راایستلو په اړه پریکړه وکړي.

مسعود جهش (رویترز)
کتونکی: سید ریاض