1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو سره تړلی د ملي اوردو افسر ونیول شو

۱۳۹۰ مرداد ۸, شنبه

د افغانستان د ملي امنیت اداري ویلي چي د ملي اردو یو افسر يي د طالبانو سره د اړیکو درلودلو په تور نیولی دی. دغي اداري همدا راز زیاته کړي چي دغه کس په کابل کي د تروریستي بریدونو په پلانولو کي هم لاس درلود

https://p.dw.com/p/126f3
د افغانستان د ملی امنیت د اداری ویاند
د افغانستان د ملی امنیت د اداری ویاندانځور: DW

د افغانستان د ملي امنیت اداري ویلي چي نیول شوی کس، ګل محمد نومیږي چي په خپلو جرمونو یي اقرار کړی دی.

د افغانستان د ملی امنیت د اداری ویاند، لطف الله مشعل، ویلي چي نیول شوي کس د تروریستي بریدونو د پلانول کوښښ کاوه:

«د افغانستان د ملی امنیت اداری ګل محمد نومی کس نیولی چي د افغانستان د ملی اردو یو افسر دی. دغه کس کوښښ کاوه چي په کابل کی تروریستي بریدونه تنظیم کړي.»

لطف الله مشعل چي یوه خبري کنفرانس ته یي خبري کولي ویلي چي نیول شوی کس په کابل کي د طالبانو د ډلي یو غړی وو.

پر ګل محمد تور دی چي د کابل په دري مهمو سیمو کي یي د تروریستي بریدونو د ترسره کولو پلان درلود چي په دغو سیمو کي په کابل کي د ایساف مرکز او د افغانستان د دفاع وزارت هم شامل دي.

افغان امنیتي ځواکونو کي د طالبانو نفوذ په وروستیو کي پر یوي لویي ستونزي بدله شوي ده. افغان ځواکونو کي د طالبانو د نفوذ په پایلي کي په وروستیو کي ډیری خونړۍ پیښي هم رامنځ ته شوي دي.

طالبانو ویلي چي نیول شوی کس د دوی د شبکی غړی نه دی خو طالبان ډیر ځلي خپل نظرونه بدلوي.

لطف الله مشعل د نیول شوي کس رتبه معلومه نه کړه او د افغانستان د دفاع وزارت هم وویل چي د نیول شوي کس په اړه جزییات په لاس کي نه لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولی اڅکزی