1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

طالبانو د یوې میرمنې او نارینه سرونه خریلي دي

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

د غور ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو په یوه صحرايي محکمه کې یوه ځوانه نجلی او یو کس د «اخلاقي فساد» په تور په عام محضر کې په درو وهل شوي او سرونه یې هم ور خریلي دي.

https://p.dw.com/p/3WPE2
Karte Afghanistan Provinz Ghor Deutsch
انځور: DW

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۸مه نیټه) د غور ولایت ځايي چارواکو تائید کړه چې طالبانو په دې ولایت کې د خپلې ولکې لاندې په سیمه کې یوه ځوانه نجلۍ او یو بل نارینه د «اخلاقي فساد» په تور نیولي دي او تر صحرايي محکمې وروسته یې دوی په درو وهلي او سرونه یې ور خریلي دي. د غور ولایت د والي ویاند عبدالحی خطیبي دویچه و یله ته په دې هکله وویل چې یاده پیښه د غور ولایت په چهارصده ولسوالۍ کې د ملمنج په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. نوموړي وویل چې یاده سیمه د حکومت په لاس که نه بلکې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

د غور د والي ویاند خطیبي په دې هکله زیاته کړه: «طالبانو یاده میرمن په درو تر وهلو او د سر تر خریلو وروسته بیرته خوشې کړې ده او اوس د خپل پلار په کور کې ده؛ خو نارینه کس یې تر درو وهلو وروسته د یوې میاشتې له پاره زنداني کړی دی.»

خطیبې د طالبانو د صحرايي محکمې په هکله وویل: «دغه میرمن له یوه نارینه کس سره په اخلاقي فساد تورنه شوې وه. طالبانو دواړه نیولي وو او هر یو یې ۳۹ درې وهلي دي.» بل لوري ته یو شمیر سرچیني بیا وايي چې یادې ښځې خاوند هم درلود او ښايي هغه اوس د سنګسار له ګواښ سره مخ وي. خطیبي په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «دغې ښځې خاوند هم درلود خو موږ فکر نه کوو چې طالبان به هغه سنګسار کړي؛ ځکه چې د اسلامي شریعت په رڼا کې یو کس چې یو ځل مجازات شي بیا یې مجازات کول ناروا دي.»

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د میرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي. د شمیرو له مخې په روان لمریز کال کې په ټول افغانستان کې ۴۸ میرمنې د کورني تاوتریخوالي او همدا راز د طالبانو له لوري وژل شوي دي.