1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ښځو حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتونو رپوټ رد کړ

۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

طالب چارواکو د سه شبنې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان هغه رپوټ رده کړي چې ويلي وو طالبانو په افغانستان کې د ښځو د کار کولو حقونه نقض کړي دي. طالبانو ټينګار کړی چې په زرونو ښځې د افغانستان په خصوصي سکتور کې کار کوي.

https://p.dw.com/p/4Gmu1
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration
د آرشیف انځور - په کابل کې د ۲۰۲۱م کال په دسمبر کې يو شمیر افغان ښځې د کار او تعلیم حقونو له پاره د اعتراضونو پر مهالانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دفتر مشر، شرف الدين شرف، د فرانسې خبري آژانس ته وويل هغه ښځې چې په دفترونو کې د جنسيتي مسایلو له مخې د مناسبو شرایطو د نشتون له کبله نشي کولی کارونو ته راشي، خو سربيره پر دې ېې هم معاشات ورکړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه: «زموږ په شرعي قوانینو کې په يوه دفتر کې د ښځې او نارينه له پاره ګډ کار کول ممکن نه دی.»

دغه طالب چارواکي دغه خبره یوه ورځ وروسته له هغې کړې ده چې ملګرو ملتونو سازمان د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندي د واکمنو چارواکو د کړنو په اړه ژوره اندېښتنه وښودله.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوه، ريچارد بنيت وايي: «په نړۍ کې بل هيڅ دا ډول هیواد نشته چې په دومره چټکۍ سره پکې ښځې او نجونې صرف د جنسيت په دلیل له اساسي حقونو بې برخې شي.»

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په يوه خپره کړې اعلاميه کي ويلي دي: «ملګري ملتونه له واکمنو چارواکو غواړي چې په ټول هيواد کې د ازاد تګ راتګ په ګډون د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د ټولو کارکونکو امتیازاتو او خونديتوب ته د درناوي په برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.»

شرف الدين شرف د هغو ښځو شمیر چې کار کوي ونه ښود، خو وې ويل چې د ملکي خدماتو له څانګې څخه «یوه ښځېنه کارکوونکې هم نه ده ګوښه کړل شوې.» هغه زیاته کړه چې یو شمیر ښځې یوازې په اوونۍ کې يو ځل دفترونه ځي تر څو خپلې حاضري لاسلیک کړي او معاشات ېې په کورونه کې ورکول کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرکال راهېسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ښځي په کراتو د خپلو کارونو د لاسه ورکولو او د نجونو د تعلیم حقونو په خاطر واټونو ته راوتلي او اعتراضونه کړي دي چې ډيری وخت ېې د طالبانو له خوا مخه نیول شوې ده.