1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو له هند څخه د پروازونو اجازه غوښتې ده

۱۴۰۰ مهر ۸, پنجشنبه

په هند کې د ملکي هوايي چلند چارواکو تائيد کړې ده چې طالبانو له کابل څخه د پروازونو بيرته پیلولو په اړه ليک ور استولی دی. هند ته د آريانا او کام اير هوايي شرکتونو پروازونه د اګست له پنځلسمې نيټې راهيسې بند دي.

https://p.dw.com/p/415hy
DW Investigativ Special zum Thema LGBTQ Menschen nach der Machtübernahme durch die Taliban
انځور: privat

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا د هند د هوايي چلند ادارې مشرتابه ته په ليږدول شوي ليک کې ويل شوي دي چې طالبانو د افغانستان د کام اير او د «آريانا افغان» دولتي شرکت د کابل او نوي ډيلي ترمنځ د پروازونو د بيرته پيلولو غوښتنه کړې ده.

د هندي رسنيو په حواله د هوايي چلند مشر چې کله په دې اړه وپوښتل شو نو هغه د دې ليک د ترلاسه کولو خبره تائيده کړه او ویې ویل دا چې دا په تګلارې جوړنې پوري اړه لري، نو په اړه به یې پريکړه د ملکي هوايي چلند وزارت کوي.

د اګست پر ۱۵مه نيټه پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته د نړۍ له ډېرو هيوادونو سره پروازونه بندل شول چې زياتره یې تر اوسه بيرته نه دي پېل شوي او دمګړۍ يوازې له يو څو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ پروازونه روان دي. طالبان هڅه کوي چې لومړی په جنوبي آسيا کې هوايي تګ راتګ پېل شي.

په خط کې څه ليکل شوي؟

د طالبانو د سرپرستې کابينې د حمل او نقل او ملکي هوايي چلند سرپرست وزير الحاج حمیدالله اخوندزاده له خوا پر دغه ليک د سپتمبر ۷ درج ده، خو هندي چارواکو ته دغه ليک همدا اوس رسيدلی او دغه خبر د سپتمبر پر ۲۹ نېټه هندي رسنيو خپور کړی دی.

په خط کې ليکل شوي: «د دې ليک موخه د دواړو هيوادونو ترمنځ د مسافرو تګ راتګ ته د زمينې برابرول دي چې د دواړو هيوادونو او زموږ د دواړو شرکتونو [آريانا او کام ایر] ترمنځ د لاسليک شوي تړون سره سمون لري.»

په ليک کې زياته شوې: «له دې څخه موخه د ټاکل شويو پروازونو بيرته پېلول دي نو له همدې کبله د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره له تاسې څخه د تجارتي پروازونو د بيرته پېلولو غوښتنه کوي.»

Afghanistan Taliban Jahrmarkt
انځور: AFP/Getty Images/Wakil Kohsar

په ليک کې زياته شوې ده چې په دې تړاو د افغانستان اسلامي امارت تاسې ته هر ډول ډاډ درکوي: «لکه څرنګه چې تاسې پوهيږئ چې د امريکايي ځواکونو د اخراج تر بشپړيدو دمخه د کابل هوايي ډګر ته ډېر زيان رسېدلی دی او دا غير فعال کړی شوی وو. خو زموږ د قطري ورونو په تخنيکي مرسته هوایي ډګر اوس بيرته کارول کیدلی شي او په دې اړه د سپتمبر پر ۶ نېټه يوه اعلامیه خپره شوې وه.»

د نړيوالو پروازونو پېل

د قطر په مرسته د کابل په ګډون د هيواد يو شمیر هوايي ډګرونه بيرته فعال شوي دي. د آريانا افغان هوايي شرکت داخلي پروازونه دمګړۍ ادامه لري او نړيوال پروازونه هم د سپتمبر پر ۱۳ نېټه د اسلام آباد او کابل ترمنځ په پرواز سره پېل شوي ول چې دغه پرواز د پاکستان انترنيشنل ایرلاینز کړی وو.

د معلوماتو پر اساس دمګړۍ له پاکستان او ایران سره نړيوال پروازونه په منظمه توګه روان دی، په داسې حال کې چې د قطر هوايي شرکت هم له کابل څخه پروازونه پيل کړي دي.

اوس هم په زرونو کسان بند پاتې دي

له افغانستان څخه د امريکايي او نورو هيوادونو د پوځونو د ايستلو پر وخت د نړۍ سترګي د کابل هوايي ډګر ته وې له کومه ځایه چې امريکا، اروپايي هيوادونو او د هند په ګډون يو شمير نورو هيوادونو د خپلو اتباعو د راايستلو له پاره يو ځانګړی ماموريت پيل کړی وو. په دې موخه جنګي الوتکې هم وکارول شوې.

په هند کي په سلو افغانان بند پاته دي

خو پر دې ټولو هڅو سربیره اوس هم په افغانستان کې په زرونو داسې کسان شته چې غواړي له دغه هيواده ووځي خو د پروازونو د نه شتون له کبله بند پاتې دي. په دوی کې ډېر هغه افغانان هم شامل دي چې له بهرنيو ځواکونو سره یې کار کړی دی او اوس په دغه هيواد کې د خطر احساس کوي.

په همدې حال کې هغه په سونو افغانان چې هند ته د درملنې له پاره تللي ول، هم بند پاتې دي. له دوی څخه ډېر یې د پېسو د نه شتون شکایت کوي. پر ناروغانو سربيره هلته په بند پاتو کې نور داسې کسان هم شامل دي چې د تحصيل او يا هم د نورو برنامو په ترڅ کې هند ته تللي ول خو اوس هلته بند پاتې دي. دغو کسانو هم په وار وار سره د هند له حکومت څخه د پروازونو بيرته پيلولو غوښتنه کړې ده.

صلاح الدين زين، نوی ډهلی

زموږ له آرشيف څخه: