1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د ملا عمر د ادعا شوي پټنځای انځورونو خپاره کړي

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ ناوخته دوه انځورونه خپاره کړل چې ادعا شوې په افغانستان کې د ملا عمر پټنځای ښيي. تر دې مخکې یوې هالندۍ لیکوالې ادعا کړې وه چې ملا عمر خپل د ژوند وروستي کلونه په افغانستان کې تیر کړي ول.

https://p.dw.com/p/3Eq3f
Afghanistan Zabul - U.S. Soldat
انځور: picture-alliance/dpa/ISAF

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ویلي دي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر، په ۲۰۱۳ کال کې تر خپلې مړینې پورې په دې پټنځاي کې اوسیدو او له یوې وړوکې خونۍ څخه یې د دې ډلې مشري کوله.

مجاهد پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلي دي چې ملا عمر به په خپل پټنځای کې په یوه باغ کې لمر ته کښیناسته.

په امریکا کې میشت د «زومیا مرکز» د هالندۍ خبریالې بیتې دام، موندنې خپرې کړې چې له مخې یې ملا عمر د خپل رژیم تر ړنګیدو وروسته، په زابل ولایت کې د امریکایي ځواکونو یوې اډې ته نزدې اوسېده.

د دام موندنې د امریکا متحده ایالاتو د باور پر ضد دي چې وایي ملا محمد عمر پاکستان ته تښتیدلي وو او په همدې هیواد کې ومړ.

طالبانو له ۱۹۹۶ له ۲۰۰۱ کاله پورې د افغانستان پر ډیرو برخو کنترول لره. د دام وروستیو موندنو د افغانستان د حکومت غبرګون هم راپارولی دی. د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري، دغه موندنې خيالي خبرې بللی دي. هغه زیاته کړې ده چې د افغانستان حکومت کافي شواهد په لاس کې لري چې ملا عمر په پاکستان کې اوسېده.