1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو د زابل ۳۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو وتلو ته اړ ايستلي دي»

۱۳۹۷ مرداد ۲, سه‌شنبه

د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ په سونو کورنۍ د خپلو کورونو پرې ښودو ته اړي سوي دي. دوی وايي چي وسله والو طالبانو ورته ويلي دي چي له کليو ووځي.

https://p.dw.com/p/31w1M
Binnenflüchtlinge in Afghanistan
انځور: DW/O. Deedar

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د موسی زو د پنځو کلیو اوسیدونکي وايي چي په سیمه کي وسله والو طالبانو دوې ورځي وخت ورکړی وو، چي له کورونو ووځي. هغوی ويلي دي چي وسله والو طالبانو خبر ورکړی چي له سيمي ووځي، ځکه دوی په دغه ولسوالي کي جگړه پيلوي.

د شاجوی ولسوالۍ دوه تنه اوسیدونکي چي مرکز کلات ته له یاد خبردارۍ څخه راغلی دي همدغه خبره کوي او وايي له جنګونو ستړي، خپل کورونه او کښتونه يې ارمان دي.

دوی وايي ځیني داسي کورنۍ هم وې چي د اقتصادي مشکلاتو له لاسه يې له سیمي د وتلو توان نه درلود محمد غني وايي: «طالبانو راته وویل، چی موږ دلته جنګ کوو، تاسي ولاړسئ، خپل ځانونه وباسي، دا دی دلته راغلی یوو، نه پوهیږو، چي ترڅو به سرګردانه بې کوره او بې اوره ګرځو؟»

يو بل کس چي ځان شیراحمد ښيي وايي: «زموږ کورونه، حیوانات او کروندې پاته سوي، اوس حیران یوو، چي دابه څنګه سي؟ موږ جنګ نه غواړو، ټوله کال مو خواري کړې وه، اوس چي مو باغونه او کښتونه حاصل ته اماده سول ځیني راویستل سوو.»

د زابل د ولایتي شورا غړي اسدالله کاکړ دویچه ویله ته وویل، دامهال له شاه جوۍ ولسوالۍ څخه زیاتي کورنۍ چي شمیر يې تر درې سوه اوړي د مرکز کلات او شاه جوۍ ولسوالۍ مرکز ته راغلي او دلته د خپلو دوستانو په کورنو کی شپې سبا کوي.

د کاکړ په خبره وسله والو طالبانو پر داسي مهال د شاه جوۍ ولسوالۍ د موسی زو اوسیدونکي د سیمو پرېښودو ته اړ کړي دي چي د فصلونو راټولولو وخت را رسیدلي او د نوموړې په خبره د جګړې له کبله به ملکي خلکو ته ډېر مالي زیان ورسیږي: «دا تقریبا شپږ کلي دي چي تر درې سوه زیاتي کورنۍ کیږي. دوی د دغه اخطار له لاسه د شاه جوی بازار او د کلات مرکز ته د دوستانو کورونو ته راغلي دي. دوی په ډېر بد حالت کي دي، ځکه کورونه، مالونه او کښتونه يې همداسي پاته سوي دي.»

د زابل امنیه قومندان سمونوال مصطفی مایار له خلکو وغوښتل، چي د طالبانو په خوله خپل کورونه نه پریږدي او دوی د وسله والو طالبانو د هر ډول برید مخنیوي ته چمتوووالی لري. د ده په قول سیمي ته يې سرتیري لیږلي او که اړتیا سوه نور سرتیری به هم ولیږي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه مطبوعاتو ته څه نه دي ویلي.

ویل کیږي چي په شاه جوۍ ولسوالۍ کی د موسې زو سیمه په ټول زابل کي د کرهڼي له مخي یوه مهمه سیمه ده چي دامهال پکښي باغونه او کروندې حاصل اخیستلو ته چمتو سوي دي، مګر خلک يې کورنو پرېښوولو ته اړ کړل سوي دي.