1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبانو د افغانستان په شمال کې یوه پوځي قرارګاه نیولې

۱۳۹۷ مرداد ۲۳, سه‌شنبه

د رسمي سرچینو په حواله طالب جنګیالو په تیرو دوو ورځو کې د افغانستان په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو یوه پوځي اډه تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.

https://p.dw.com/p/337D4
Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

د فاریاب سیمه ایزو چارواکو د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۴ نیټه) وویلي چې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور بیا ټپیان دي. زیاته شوې ده چې طالبانو په لسګونه نور افغان امنیتي ځواکونه له ځان سره بیولې دي.

بریدګرو د «کمپ چینایي ها» په نوم پر پوځي قرارګاه برید کړی او پر ټانکونو سربیره یې د افغان امنیتي ځواکونو یو شمیر وسلې او مهمات هم نيولي دي.

د فاریاب ولایت د ویاند په حواله طالبان اوس هم د دغې پوځي ساحې یوه لویه برخه په خپل کنترول کې لري. د یوه بل حکومتي چارواکي په حواله طالبانو له ځان سره ۴۰ تنه سرتیري وړي دي. په دې جګړه کې همدارنګه ۳۰ تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.