1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ته په مارچ میاشت کې د خبرو بلنه ورکړه شوه

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

د سولې د خبرو اترو پیلولو په موخه په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې پریکړه وشوه چې طالبان او نوري ډلې دې د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې په ترسره کیدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

https://p.dw.com/p/1I0Y4
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzad

پلان شوې ده چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولي لومړۍ مستقیمي خبري اتري به په اسلام آباد کې وي. د پاکستان حکومت د دې غونډي کوربه توب پر غاړه اخیستی دی.

د سولې د خبرو اترو د پیلیدو په موخه تر څلورمي څلور اړخیزي غونډي وروسته، په خپرې شوې اعلاميه کې راغلي دي: «د څلور اړخيزي ډلي څلور واړه هیوادونه د طالبانو ټولو ډلو او نورو ډلو ته بلنه ورکوي چې د خپلو با صلاحیته استازو له لارې له افغان حکومت سره په لومړیو مخامخ خبرو اترو کې چې تمه کیږي د مارچ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ترسره شي، ګډون وکړي. پاکستان له حسن نیت سره د دغو خبرو کوربه توب پر غاړه اخیستی دی.»

د څلور اړخیزی غونډي ګډونوالو هیوادونو د افغان او پاکستاني حکومتونو د هغی پریکړي ملاتړ هم کړی دی چې له مخې یې د سولې په اړه د دواړو هیوادونو د دیني علماوو غونډه کیږي. په اعلامیې کې په دې اړه راغلي دي: «د همغږې څلور اړخیزه ډله د افغانستان او پاکستان د هغي پریکړي چې له مخې یې یوه ګډه دوه اړخیزه کاري ډله جوړیږي، څو د پاکستان او افغانستان له علماوو سره د سولي بهیر د ملاتړ جلبولو په موخه کار وکړي او په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر ضد فتوا ورکړي، هرکلی وکړ.»

تر دې مخکې افغانستان، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او چین، درې واري د افغانستان د سولې د خبرو اترو چوکاټ جوړولو په موخه په کابل او اسلام آباد کې غونډې کړې وي.

په څلورمه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، په رسمې توګه پر طالبانو او نورو مخالفو ډلو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

له څلور اړخیزي غونډي سره سم، افغان حکومت د سولې عالي شورا نوی رئیس او جوړښت هم اعلان کړ. په دې ترتیب سره د دې شورا مشري پیر سید احمد ګیلاني ته سپارل شوې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوهم مرستیال کریم خلیلي، د دغي شورا د لوی مرستیال په توګه ټاکل شوی دی. پلان شوې ده چې د سولي عالي شورا به ۵۰ غړي ولري.