1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو او امریکایانو بیا سره لیدلي

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

په متحده عربي آماراتو کې امریکایي چارواکو له افغان طالبانو سره لیدلي. په عین وخت کې د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند ویلي چې د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د حکومت مذاکره کوونکې ډله ابو ظبۍ ته رسیدلې ده.

https://p.dw.com/p/3AHpu
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د طالبانو د ویاند له قوله لیکلي دي چې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي آماراتو استازي به هم په خبرو کې ګډون ولري. دغه خبرې اترې په قطر کې د طالبانو د استازو او د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د دوو غونډو په تعقیب تر سره کیږي.

د طالبانو د ویاند په وینا غونډه ښایي یو څه دوام وکړي، ځکه چې د طالبانو جګپوړي غړي وایي چې خبرې اترې به د درو ورځو له پاره ادامه ولري.

په داسې حال کې چې د افغانستان د کړکیچ د حلولو له پاره دیپلوماتیکي هلې ځلې زیاتې شوي دي، طالبانو د کابل له حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کړی دی. طالبان په افغانستان کې د بهرنیو نړیوالو ځواکونو حضور د سولې خبرو پر وړاندې لوی خنډ بولي. په داسې حال کې چې د سولې په هکله غونډې کیږي په افغانستان کې جګړه ادامه لري چې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اړوي.

خلیلزاد چې په خټه افغان دی او په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر هم پاتې شوی دی، په روان میلادي کې واشنګټن د سولې د خبرو اترو د څارلو له پاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکه. امریکا متحده ایالات پر دې خبره باندې ټینګار کوي چې وروستی جوړ جاړی باید د افغانانو تر منځ وشي.

په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت ویاند ویلي دي چې د ابو ظبۍ غونډه د متحده ایالاتو او نورو نړیوالو شریکانو د هڅو یوه برخه ده، څو په افغانستان کې د شخړې د ختمیدو له پاره د افغانانو تر منځ خبرو اترو ته لار هواره کړي.

که څه هم افغان حکومت په مستقمیو خبرو اترو کې برخه نه ده اخیستې خو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، ویلي دي چې د حکومت یو پلاوی په متحده عربي آماراتو کې له امریکايي او سعودي استازو سره لیدلي دي.

غني له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره یو ټیم جوړ کړی دی خو د طالبانو ویاند ویلي دي چې «دوی د کابل د ادارې له استازو سره د ملاقات کوم پلان نه لري» او نه هم دغه ټیم له طالب استازو سره په ترسره شوې غونډه کې حضور درلود.

د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ پلاوی ابو ظبۍ ته رسیدلی

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي، د خپل فیسبوک په یوه پیغام کې لیکلي دي: «د عبدالسلام رحیمي په مشرۍ د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکی ټیم د طالبانو له هئیت سره د قریب الوقع خبرو اترو د پېل او د دواړو لورو تر منځ د مخامخ ناستې له پاره ابو ظبۍ ته رسیدلی دی.»

Afghanistan Präsident Shah Hussain Murtazawi
شاه حسین مرتضوي، افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاندانځور: Handout/Murtazawi

زیاته شوې ده چې عبدالسلام رحیمي له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي او په پام کې ده چې په روانه اوونۍ کې د متحده عربي آماراتو او سعودي عربستان له چارواکو سره هم وویني.

د سعودي عربستان نقش

له طالبانو سره د مستقیو اړیکو پر ټینګولو سربیره امریکایي چارواکو خپلې هڅې ډیرې کړي دي چې د پاکستان او سعودي عربستان په څیر هیوادونو ملاتړ راخپل کړي.

د لویدیځ دیپلوماتان وایي چې دا پریکړه چې خبرې اترې د قطر په ځای په متحده عربي آماراتو کې تر سره شي، د سعودي عربستان د ښکیلتیا اهمیت په ګوته کوي. سعودي عربستان له قطر سره ښې اړیکې نه لري او په خبرو اترو کې د دغه هیواد ښکیلتیا ښایي دا دلیل هم ولري چې پر پاکستان له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

په وروستیو میاشتو کې سعودي عربستان خپل متحد هیواد پاکستان ته د شپږ میلیارده ډالرو د مرستې وړاندیز وکړ چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

په کابل کې یوه جګپوړي امریکایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «په دې پړاو کې که چیرې سعودي عربستان، پاکستان ته ووایي چې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ وکړي نو پاکستان دا له نظره نه شي غورځولی.»

په عین وخت کې له اوږدې مودې راهیسې د واشنګټن او اسلام آباد اړیکي ترینګلي دي. متحده ایالات پر پاکستان تور پورې کوي چې په افغانستان کې د یاغي ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي. خو د روانې میلادي میاشتې په سر کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له پاکستانه د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ له پاره د ملاتړ غوښتنه وکړه.