1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان څرنگه له ملکيانو څخه ماليات ټولوي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

محمد دین په هرو دوو میاشتو کې یو وار چاردرې ولسوالۍ ته ځي او طالبانو ته خپل مالیات او د بریښنا بیل ورکوي. هغه بیا یو داسې سند ترلاسه کوي چې خپل مالیات او نور بیلونه یې ورکړي چې دوه ځلي دې کار ته اړ نه شي.

https://p.dw.com/p/37jsp
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

هغه وایي چې دغه کار په مسلکي توګه ترسره کیږي. محمد دین ته پر ورکړل شویو پاڼو د افغانستان د بریښنا شرکت نښان نه، بلکې د طالبانو نښان موجود دی.

د کندز د چاردرې ولایت دغه اوسیدونکی وایي: «د خپلو قوانیو د تطبیق او په برخه کې د طالبانو جدیت ته په کتو سره زه فکر کوم چې هغوی د افغان حکومت په پرتله د مالیاتو له طریقه ډیر عاید ترلاسه کوي.»

که څه هم افغان حکومت په وار وار په چاردرې ولسوالۍ کې عملیات کړي دي، خو ددې ولسوالۍ ډیره برخه اوس هم د طالبانو تر کنترول لاندې ده. محمد دین وایي: «هغوی د مالیاتو ټولولو سم سیستم لري او خلک نه شي کولی د هغوی تر کنترول لاندې سیمو کې د دې ډلې له اوامرو سر غړونه وکړي.»

په دې اړه چې طالبان د افغانستان څومره برخه کنترولوي، د نظر اختلاف موجود دی. خو په دې کې شک نه شته چې طالبان د وخت په تیریدو سره د افغانانو په ژوند کې خپله ښکیلتیا پراخوي.

تیره اوونۍ د ناټو په مشرتوب په افغانستان کې د پریکړنده ماموریت غړو، وویل چې د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان پر ۶۵ سلنه نفوس کنترول او یا هم نفوذ لري. زیاته شوې چې د کابل حکومت د افغانستان په یوازې ۵۵،۵ سنله ولسوالي کې قوت او یا هم نفوذ لري، دا په۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته تر بل هر وخت پر ولسوالیو د حکومت کم کنترول دی.

Pakistan Afghanistan Grenze Torkhum Peshawar
انځور: DW/D.Baber

طالبان بیا ادعا کوي چې هغوی د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره کنترول لري.

پر افغانستان باندې د طالبانو د کنترول له پراخیدو سره د دې ډلې مالي سرچینې هم ډیرې شوې دي. دغه ډله اوس له غیرې قانوني کان کیندنې، د مخدره توکو له قاچاق او ورځینو اقتصادی چارو پیسې ترلاسه کوي.

د «طالبانو تر تش په نامه حکومت لاندې ژوند» څیړنې لیکواله اشلي جکسن، وایي: «طالبان دومره ځواک لري چې هر څومره چې وغواړي له خلکو پیسې ترلاسه کولی شي، خو هغوی دا کار نه کوي. هغوی هڅه کوي چې د یوه دولت په څیر ځان څرګند کړي او په هماغه شان چارې پر مخ یوسي.»

طالبان همداراز له خلکو عشر او ذکات هم راټولوي. پر دې سربیره د بریښنا پیسې، د موبایل بیل او له وړوکو دوکانونو مالیه د خلکو په ورځینې ژوند کې د طالبان نقش پراخ کړی دی.

د بریښنا شرکت یو ویاند وحید توحیدي، وویل چې د دې شرکت د اټکل له مخې طالبانو په ځانګړې توګه په کندز، بغلان، هلمند او کندهار ولایتونو کې هرکال له خکو د پنځو میلیونو افغانیو په شاوخوا کې چې ۶۶۵۰۰ ډالر کیږي، د بریښنا پیسې ترلاسه کوي. هغه زیاته کړه چې دغه شرکت ملي دی او مسئوليت لري چې د افغانستان په ټولو سیمو کې خلکو ته بریښنا ورسوي.

د طالبانو تر کنترول لاندې ولسوالۍ، دشتې ارچي، اوسیدونکی ۳۷ کلن احمد د کندز په ښار کې دوکان لري. خو هغه وایي چې بیا هم د خپل دوکان له کبله طالبانو ته پیسې ورکوي. هغه وایي چې هره میاشت طالبانو ته د ۶۰۰ او ۷۰۰ افغانیو تر منځ پیسې سپاري: «نه پوهیږم چې هغوی [طالبان] دغه پیسې څه ګڼي، خو زه یې ورکوم.»

Afghanisches Geld
انځور: AP

خو په کابل کې د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي، وايی چې طالبان اوس هم پر بهرني ملاتړ او د مخدره موادو او غیر قانوني کان کیندنې عوایدو پورې تړلي دي. خو هغه دا ومنله چې طالبان د افغانستان په ځینو برخو کې له خلکو مالیات هم اخلي.

 هغه وویل: «په خواشینۍ سره چې موږ ډیر وخت داسې شکایتونه ترلاسه کوي چې طالبان تر خپل کنترول لاندې سیمو کې له خلکو په زوره پیسې اخلي او مالیات پر وضع کوي.»

طالبان غواړي د مالیاتي او قضايي سیستمونو په رامنځ ته کولو سره خپلو فعالیتونو ته دولت ته ورته بڼه ورکړي. اسلام الدین چې د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د یوې لارۍ چلوونکی دی، وايي: «طالبان د حکومتوالي سم سیستم لري.»

هغه زیاتوي: «لکه څرنګه چې حکومت په لښکرګاه کې مالیه ټولوي، طالبان یې په نوزاد ولسوالۍ کې تر خپل کنترول لاندې سیمو کې کوي.»

Pakistan Afghanistan Grenze Torkhum Peshawar
انځور: DW/D.Baber

طالبان د دغو مالیاتو په بدل کې تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې د داعش او په ځینو مواردو کې د حکومت پلوه ملیشو پر وړاندې د عامو خلکو د ساتنې ادعا کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، وویل: «موږ ګمرکي ګرځنده ډلې لرو چې ځانګړو پولو ته نزدې پر لویو لارو ځانګړو سیمو ته استول کیږي، چې مالیات راټولې کړي، په ځانګړې توګه له هغو لاریو چې وارداتي او صادراتي مالونه لیږدوي.»

هغه زیاته کړه: «په ډیرو سیمو کې له سوداګرو سره زموږ د موافقې له مخې، موږ د هغوی امنیت نیسو او هغوی موږ ته د خپل مال د ارزښت دوه سلنه پیسې راکوي.»

په ننګرهار کې بیا خلکو په ډیرو مواردو کې د داعش له شره د خلاصون په موخه له طالبانو مرسته غوښتې ده. د ننګرهار د معارف رییس حسیب الله شینواری، وايي: «د داعش تر بریدونو وروسته او کله چې حکومت د ښوونځیو په ساتنه کې پاتې راغی، ځايي مشران اړ شول چې له طالبانو څخه د ښوونځیو په ساتنه کې مرسته وغواړي.»