طالبان: «د سعودي پر ځای په قطر کې له امریکا سره خبرې کوو»
۱۳۹۷ دی ۱۶, یکشنبهد یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۶ نیټه) د طالبانو لوړ پوړو چارواکو ویلي چې طالبان به په روانه جنوري میاشت کې د سعودي عربستان په جده ښار کې له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې خبرې ونه کړي. دغه استازي ویلي چې طالبان غواړي د خبرو او مذاکراتو ځای له سعودي عربستان څخه بیرته قطر ته انتقال کړل شي. طالبان غواړي په دې توګه د ریاض هغه هڅې له ناکامۍ سره مخ کړي چې غواړي د جدې په خبرو کې طالبان له افغان لوري سره هم ملاقات وکړي.
د افغانستان د سولې د لړۍ څلورمه غونډه په سعودي عربستان کې پلان شوې وه. تر دې وړاندې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو چارواکو منلې وه چې د خبرو بله لړۍ به سعودي عربستان کې پرمخ وړي. طالبانو بیا تل د غرب له ملاتړه برخمن د افغانستان له حکومت سره د مستقیمو خبرو وړاندیز رد کړی او ټینګار کوي چې یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې کوي.
په افغانستان کې میشت د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي د رویترز خبري اژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرط وویل: «ټاکل شوې وه چې په راتلونکې اونۍ کې موږ د سعودي عربستان په ریاض کې له امریکايي چارواکو سره ملاقات وکړو او د تیرې میاشتې په ترڅ کې د ابوظبۍ په ښار کې د سولې نابشپړې شوې خبرې پرمخ یوسو.»
د طالبانو نوموړي استازي همداراز وویل: «ستونزه دا ده چې سعودي عربستان او متحده عرب امارات له موږ څخه غواړي چې د افغانستان له حکومتي پلاوي سره هم ملاقات وکړو، کوم چې موږ یې اوسمهال نه شو کولی او موږ په سعودي عربستان کې [له امریکا] سره دغه ملاقات لغو کړ.» د طالبانو دغه چارواکي همداراز وویل چې طالبان غواړي د سولې د مذاکراتو د خبرو ځای له سعودي عربستان څخه قطر ته انتقال کړي. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر موجود دی او تر دې وړاندې هم د عربي نړۍ په دې هیواد کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې او ملاقاتونه شوي دي.
په عین وخت کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد هم په سعودي عربستان کې د سولې په خبرو کې د طالبانو د برخې نه اخیستو خبر تائید کړی دی خو نوموړي د خبرو او مذاکراتو د احتمالي ځای او د دې موضوع په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي.
بل لوري ته د طالبانو یوه بل لوړ پوړي چارواکي وویل چې طالبانو سعودي عربستان ته د دې خبرې سپیناوی کړی چې په اوسني پړاو کې له افغان حکومت سره د طالبانو د ملاقات امکان موجود نه دی. نوموړي وویل: «ټول په دې خبر دي چې د افغانستان حکومت غواړي چې امریکا متحده ایالات او د دوی متحدین افغانستان ترک نه کړي، او موږ له خپل هیواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره لوړه کړې ده.» نوموړی دا پوښتنه هم کوي چې «ولې باید موږ له افغان حکومت سره خبرې وکړو؟»
طالبان د افغانستان په جګړه کې امریکا متحده ایالاتو ته د خپل اصلي دښمن او مخالف په سترګه ګوري او مخکې له دې چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پاره له واشنګټن سره خبرې او مذکرات مشروع هڅې ګڼي.