1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په زلزله کې د وژل شويو شمير تر ۹۰۰ هم لوړ شوی

۱۴۰۱ تیر ۱, چهارشنبه

په افغانستان کې د زلزلې د قربانیانو شمير چې د خوست او پکتيکا ولایتونه یې ډېر ځپلي دي، ۹۵۰ تنو ته لوړ شوی دی. په دې منځ کې د نړۍ د کاتوليکي عیسويانو مشر د زلزلې د قربانيانو سره خواخوي ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/4D48O
Afghanistan | Zahlreiche Tote bei Erdbeben in Afghanistan
انځور: Bakhtar News Agency/AP/picture alliance

د آلمان خبري آژانس د طالبانو د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې په افغانستان کې په زلزله کې د وژل شويو شمير ۹۵۰ ته رسېدلی دی.

له طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې ويلي دي چې د افغانستان په سرحدي ولسواليو کې تر ۶۰۰ ډېر کسان ټپيان شوي هم دي.

د سيمه ایزو رسنيو له لارې په خپريدونکو ويديوګانو او انځورونو کې ليدل کيږي چې کورونه لوټې لوټې شوي او يو شمير جسدونه پر ځمکه ايښوول شوي دي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي صلاح الدين ايوبي، وويل چې ټپيانو ته د رسېدګۍ او همدا راز سيمې ته د طبي او خوراکي توکو د رسولو له پاره له څرخي الوتکو څخه کار اخيستل کيږي.

نوموړي وويل: «د مړو شمير ښايي نور هم لوړ شي، ځکه ځيني ځپل شوي کلي په غرنيو سيمو کې پراته دي او له هغو ځايونو به د جزياتو راټول وخت ونيسي.»

ايوبي وويل چې د مړو تر ټولو ډېر شمير په پکتيکا ولايت کې ثبت شوی دی چېرې چې د ۲۵۵ کسانو د وژل کيدو او تر ۲۰۰ ډېرو ټپيانو خبرونه ورکړل شوي دي. په خوست کې په رسمي توګه د ۲۵ کسانو د وژل کیدو او ۹۰ کسانو د ټپي کيدو خبره شوې ده.

نړيوالې مرستې؟

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخونزاده هم په دې ترڅ کې په يوه اعلاميه کې خپل تسليت وړاندې کړی دی. د طالبانو له پاره به د ژغورنې د دې عملياتو ترسره کول يوه لويه آزموينه وي چې د بندیزونو له کبله تر ډېره نړيوالو مرستو ته لاس رسی نه لري.

په افغانستان کې دا طبيعي ناورين په داسې حال کې رامنځته شوی چې لا دمخه دغه هيواد له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وو. واک ته د طالبانو د رسېدو په غبرګون کې د نړۍ يو شمير هيوادونو د افغانستان پر بانکي سیکتور بندیزونه وضع کړل او د دغه هيواد په ميلياردو ډالر پراختيايي مرستې یې بندې کړې.

Afghanistan | Erdbeben: Verletzte werden per Hubschrauber evakuiert
انځور: BAKHTAR NEWS AGENCY/REUTERS

خو بشري مرستې چې د ملګرو ملتونو د نړيوالو ادارو په څېر نړیوالو آژانسونو له لارې ترسره کیږي، ادامه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» ويلي دي چې افغانستان د ژغورنې په عملياتو کې د مرستې غوښتنه کړې ده او د دوی ډلې زلزله ځپلو سيمو ته ليږدول شوي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چې دوی به له نړيوالې مرستې څخه هرکلی وکړي. ګاونډي هېواد پاکستان هم ويلي دي چې د خپلو مرستو د پراخولو له پاره لاس په کار شوی دی.

د پاپ فرانسکوس خواخوږي

په دې منځ کې د نړۍ د کاتوليکي عيسويانو مشر پاپ فرانسیسکوس هم د افغانستان د زلزلې د قربانيانو له پاره دعا کړې ده. نوموړي د چهار شنبې په ورځ په روم کې وويل: «زه په زلزله کې د ټپیانو شويو او له هغوی سره چې اغیزمن شوي، خواخوږي څرګندوم.»

د کاتوليکي کليسا دغه ۸۵ کلن مشر زياته کړه چې دی په ځانګړې توګه په پېښه کې د وژل شويو او همدا راز د هغوی د کورنيو له پاره دوعا کوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, Reuters )