1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو د پوځ جوړښت او د کارپوهانو نیوکې

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

طالبان وايي چي د پوځ جوړوني او روزني چاري يې ۸۵ سلنه پشپړي سوي دي، خو کارپوهان او د افغانستان د ملي اردو پخواني افسران وايي چي په دريو مياشتو کې د پوځ جوړول او روزل امکان نه لري.

https://p.dw.com/p/4640f
Flucht aus Afghanistan
انځور: Adrien Vautier/Le Pictorium/ZUMA/picture alliance

د طالبانو د دفاع وزارت يوه ویاند عنایت الله خوارزمی وايي چې د اسلامې امارت په راتګ سره دوی د پوځ د بیا جوړونی چاري تقريباً بشپړی کړی دي. او زياته وي چي د اردو په چوکاټ کې د طالبانو ټول هغه جنګيالي چې له دوی سره يې کلونه د جګړې په ډګرکي تیر کړي دي اولیت لري او هغوی يې پکښي شامل کړي دي.

هغه دويچه ويله ته وويل چي د دوی جنګيالي په هيواد کي دننه د پوځ له پاره د افغانانو له خوا روزل کيږي: «زموږ اردو به ټول مجهز وي او ټول هغه تجهیزات چې په لاس کې ولرو د دوی په واک کې به یې ورکړو، موږ یولک او پنځوس زره اردو په پلان کې لرو، خو دا نهايي پلان نه دی. موږ به خاص قطعات ولرو. په ټولو لیواګانو او قول اردو ګانو کې دوی ته تعلیمی زده کړي ورکول کیږی او اوس هم روانې دي. زموږ ۸۵ سلنه سرتیرو نوم لیکنه سوې او زده کړي ورکړل سوي دي.»

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمې هغه ګنګوسې هم رد کړې چی ګويا دغه جنګيالي د پاکستاني افسرانو له خوا روزل کيږي: «هغه کسانو چې ويلي يې دي پاکستاني کسانو د پوځ د لیکو د روزني له پاره ګمارل سوي ټول غلط دي. موږ خپل مسلکي کسان لرو او هغوی دوی ته روزنه ورکوي. په هره برخه کې. د هوايي ځواک کسان پخواني دي او د روزني له پاره تراوسه څه نه دي پیل سوي، د پیاده، توپچي او خاصو قطعاتو زده کړي پر بشپړېدو دي.»

د افغانستان مخکنی حکومت پر ټولو امکاناتو سربيره و نه توانيد چي په ۲۰ کلونو کي يو داسي پوځ ولري چي هغه دي بېله مشورو او مرستي پر خپلو پښو ودريږي، طالبان څرنګه توانيدلي دي چي د درو مياشتو په موده کي د دوی په خپله خبره د پوځ جوړوني چاري يوازي بې له کومي بهرنۍ مرستي ۸۵ سلنه بشپړي کړي؟

د افغانستان پخوانی جنرال او د پوځي چارو شنونکی محمد رادمنش دويچه ويله ته وويل چي په څلور مياشتنۍ زده کړي هيڅکله د يوه اردو د روزني له پاره بسنه نسي کولای او دغه شمېر اردو چي طالبان يې غواړي په هيڅ صورت د افغانستان له پاره کافي نه دی: «زموږ ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران هر يو يې نږدې ۶ لکه اردو لري، نو موږ بايد د هغوی د پوځ نيمايي ولرو چي د خپل ځان دفاع وکولای سو. موږ په تیر نظام کې هوايي ځواک درلود، کومانډو او خاص قطعات په نورو قطعاتو کې هم شامل ول، خو زه فکر نه کوم چې یو لک او پنځوس زره اردو دي او څلور مياشتنۍ زده کړي دي د افغانستان له پاره کفایت وکړي.»

د جنرال رادامنش په خبره د طالبانو له لوري جوړسوی اوسنی پوځې ځواک چي دوی یې بولی د هیواد اردو نه سې کیدلای ځکه هغوی ډېري روزني او زیاتی مودې ته اړتیا لري. د ده په خبره افغانستان داسي یوه پوځ ته اړتیا لري چې کلونه و روزل سې ترڅو مسلکې او ژمن کسان پکې شتون ولري او پوځ د خپل هیواد د فاع پخپله و کولای سې.

هغه زياته کړه: «موږ هلته یو اردو جوړولای سو چي یو منظم حکومت او همه شموله اردو ولرو ترڅو د نړیوالي ټولنې ملاتړ هم راسره وي او هغوی زموږ د اردو د روزنی له پاره پیسې راکړي، بشري حقونو او اړیکو په اړه پوه سې او د خپلو بهرنیو دښمنانو پیژندنه کې مشخص ملې اردو ولرو دا به ښه وي.»

د پوځې کارپوهانو په خبره افغانستان په پوځ کې پر هوایې ځواک سربیره کشفي او استخباراتي برخو ته اړتیا لري چې ویل کیږی اوس ترډېره دغه دواړي برخې لمنځه تللي او د افغانستان تر۷۰ زیاتي الوتکې په بهرنیو هیوادونو کې هم پاته دي، خو دغه هیواد یوازي په څلوېښتو هلیکوپترونو او چورلکو سره هیڅکله د خپل هیواد ساتني، کشفي او تراسنپورټي ستونزی نه سې حل کولای.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل