1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د کوکنارو کرنه يې بنده کړې ده

۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبه

د طالبانو روحاني مشر، شيخ هبت الله آخندزاده، په افغانستان کې د کوکنارو کرکيله بنده کړې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، نن د یکشنبې په ورځ د کوکنارو او مخدره موادو د منع کیدو دغه فرمان خپور کړی دی.

https://p.dw.com/p/49OhF
Afghanistan | Opium-Anbau in der Jalalabad Provinz
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو د روحاني مشر په دغه فرمان کې راغلي چې له دې امر څخه د سرغړونې په صورت کې به کوکنار سمدلاسه له منځه وړل کيږي او اړونده مسئول کسان به د شريعت له مخې مجازات کیږي.

په فرمان کې دا هم ويل شوي چې »سربېره پر دې د هر ډول مخدره توکو لکه الکولو، هېروينو، تابليت کا، چرسو او د نشه يي توکو د توليد د فابريکو استعمال، ترانسپورټ، تجارت او واردات په کلکه منع دي.«

د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د آفينو د حاصلاتو له ډېرېدو څخه خبرداری ورکړی وو. د افغانستان آفين د نړۍ په تور مارکېټ کې تر ټولو ستره برخه تشکيلوي چې له لسو نشه يانو څخه اتو ته مخدره مواد له افغانستان څخه رسيږي. دغه خبره د نشه يي توکو او جرمونو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر (UNODC) کړې ده. 

Afghanistan Update Bildergalerie Taliban Kämpfer Kandahar
د رپوټونو له مخې د طالبانو روحاني مشر په کندهار کې د طالبانو د کابينې د يوې ناستې مشري هم کړې دهانځور: AFP via Getty Images

د طالبانو د روحاني مشر دغه امر وروسته له هغې صادريږي چې ويل کيږي هبت الله آخندزاده د مارچ مياشتې په نيمايي کې په کندهار ولايت کې د کابينې د يوې درې ورځنۍ غونډې مشري کړې ده. تر غونډې وروسته طالبانو د خلکو پر عامه ژوند نوي بنديزونه ولګول، لکه د منځني ښوونځي پر نجونو مکتب ته د تللو ممانعت، په پارکونو کې د جنسي بېلتون عملي کول او د حکومتي کارکوونکو له پاره د ږيرې پرېښودو او لباس نوي وضع شوي مقررات.