1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له امریکایي چارواکو سره د دوشنبې په ورځ وینو

۱۳۹۷ آذر ۲۶, دوشنبه

طالبان وایي چې له امریکایي چارواکو سره د دوشنبې په ورځ په متحده عربي آماراتو کې یوه «بله» غونډه تر سره کوي. په دغه غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي آماراتو استازي هم ګډون کوي.

https://p.dw.com/p/3AEAe
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

اسوشتید پرس خبري آژانس په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۷مه) د دغې غونډې تر سره کیدل تائید کړي خو په دې هکله یې نور هیڅ ډول جزئیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د دولتي باختر خبري آژانس مشر خلیل میناوي، هم غونډه تائید کړې ده. هغه د خپل ټویټر ټولنیز شبکې له لارې په یوه پیغام کې لیکلي دي چې د پاکستان په ملاتړ د امریکا او طالبانو د غونډې د تر سره کیدو دمخه د یکشنبې په ورځ د متحده ایالاتو، افغانستان، پاکستان او متحده عربي آماراتو استازو سره لیدلي دي.

په داسې حال کې چې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د افغان چارواکو د ګډون انتظار نه کیږي، خو په متحده عربي آماراتو کې د هغوی حضور د دواړو اړخونو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو پر لور مهم ګام بلل کیږي. تر اوسه طالبانو له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو انکار کړی. هغوی افغان حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي او یوازې له امریکایانو سره پر مذاکراتو ټینګار کوي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تیرو وختونو کې له طالبانو سره د مذاکراتو رپوټونه، نه تائید کړي او نه یي هم رد کړي دي. خو د سولې د خبرو اترو له پاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي دي چې له ټولو افغانانو سره یې غونډې کړي دي چې په دې اوږد کړکیچ کې ښکیل دي.

په تیره میاشت کې هم د طالبانو په بیانیه کې راغلي وو چې په قطر کې یي له زلمي خلیلزاد سره پر له پسې درې ورځې خبرې اترې تر سره کړې وې. تر دغې غونډې وروسته خلیلزاد کابل ته تللی وو او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، څخه يي غوښتي وو چې د افغانستان د راتلونکي پلان په هکله توافق ته د رسیدو له پاره یو ټیم جوړ کړي، څو له طالبانو سره خبرې اترې پر مخ یوسي.

خلیلزاد هیله څرګنده کړې وه چې دغه توافق د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو دمخه چې په اپریل میاشت کې کیږي وشي.

په سپمتبر میاشت کې د واشنګټن له لوري د افغانستان د سولې د خبرو اترو د ځانګړي استازي په توګه تر ټاکل کیدو وروسته، دا د سیمي هیوادونو ته د خلیلزاد دریم سفر دی. د روانې میاشتې په لومړیو کې هغه په اسلام آباد کې له چارواکو سره لیدلي وو. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، بیا وروسته وویل چې خلیلزاد له پاکستان څخه غوښتي وو چې د خبرو اترو میز ته د طالبانو په راوستلو کې ورسره مرسته وکړي.

عمران خان ویلي وو چې پاکستان به د دغو خبرو اترو چې په متحده عربي آماراتو کې کیږي، ملاتړ وکړي او پر دې يي ټینګار کړی وو چې پوځي حل لاره د افغانستان کړکیچ نه شي ختمولی.

(AP) س.ر/م.س