1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي په سعودي عربستان کي هم يو دفتر پرانيزي

۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه

په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالات او طالبان په قطر کي خبري اتري پيل کړي دي افغانستان او پاکستان غواړي چي د طالبانو له پاره په سعودي عربستان کي د خبرو اترو له پاره يو دفتر جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/13so4
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

طالبانو د رواني مياشتي په لومړيو ورځو کي اعلان وکړ چي له متحده ايالاتو سره په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو په اړه يوې لومړنۍ موافقې ته رسېدلي دي.

د طالبانو يوه پخواني چارواکي د شنبې په ورځ ويلي دي چي طالبانو او امريکايي چارواکو په قطر کي د سولي خبري پيل کړي دي.

دا په داسي حال کي ده چي افغان او پاکستاني چارواکو ويلي دي چي دوی هڅه کوي پخپله له طالبانو سره د سولي خبري پيل کړي. تردې مخکي بي بي سي په يو رپوټ کي ويلي ول چي طالبانو ته پر قطر سربيره په سعودي عربستان کي هم دفتر جوړيږي.

يوه افغان چارواکي چي د نوم د نه اخيستلو په شرط ئې خبري کړي ويلي دي چي د بي بي سي له خوا خپور شوی رپوټ دقيق دئ.

هغه زياته کړې ده:«موږ به د سولي پر لور هره لاره تعقيب کړو. موږ کوښښ کو چي له طالبانو سره د قطر پر دفتر سربيره هم ارتباط ټينگ کړو.»

د طالبانو د کوټي د شورا يوه چارواکي هم په سعودي عربستان کي د طالبانو له پاره د يوه دفتر د پرانيستلو خبره منلې ده، هغه وويل:«افغان حکومت او پاکستان په سعودي عربستان کي د طالبانو له پاره د سياسي دفتر پر پرانيستلو ټينگار کوي. دا ځکه چي هغوی فکر کوي په قطر کي د خبرو اترو له بهير څخه دباندي پاته سوي دي. هغوی د سولي پر خبرو اترو کنترول غواړي.»

پاکستان هم اعلان کړی دئ چي د بهرنيو چارو وزيره به ئې د چهار شنبې په ورځ افغانستان ته سفر وکړي او د سولي د بهير په اړه به له افغان چارواکو سره خبري وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره به له ولسمشر کرزي سره وويني او د تروريزم په وړاندي جکړې او د افغانستان د سولي په بهير کي د پاکستان د رول په اړه به خبري اتري وکړي.

ولسمشر کرزی د قطر له خبرو څخه د ليري پاته کيدلو په اړه انديښنه لري. خو متحده ايالاتو د کرزي د انديښنو د له منځه وړلو له پاره خپل ځانگړی استازی کابل ته واستاوه چي ولسمشر کرزي ته د سولي د بهير په اړه معلومات ورکړي.

دا په داسي حال کي ده چي له قطر څخه به هم يو پلاوی افغانستان ته ولاړ سي او افغان چارواکو ته به پخپل هيواد کي د طالبانو او امريکا تر منځ د روانو اړيکو په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان د سولي د عالي شورا غړي او د طالبانو پخواني غړي، مولوي قلم الدين ويلي دي چي اوس مهال طالبان او امريکا په قطر کي د سولي د خبرو اترو په لومړي پړاو کي دي.

فرانس پرس/مسعود جهش
کتونکی: نجيب الله زيارمل