1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د کندز هوایي ډګر د نیولو هڅه کوي

۱۳۹۴ مهر ۷, سه‌شنبه

طالب جنګیالو د سه شنبې په ورځ ناوخته د کندز ولایت د هوایي ډګر نیولو له پاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. تر دې مخکې طالبانو د کندز ولایت ښار تر خپل کنترول لاندې راوستی وو.

https://p.dw.com/p/1Gfhi
انځور: Getty Images/AFP

یوه افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه ښوولو په شرې ویلي دي چې طالب جنګیالي اوس په ډله ییزه توګه د کندز ښار هوايي ډګر ته د رسیدو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ طالبان د کندز ښار تر خپل کنترول لاندې راوستی وو او د ولایت ډیر شمیر چارواکي او عام وګړي هوایي ډګر ته تښتیدلي وو.

د رویترز خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله لیکلي دي چې په سیمه کې سخته جګړه روانه ده. تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې کندز تر «مدیریت لاندې دی».

طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار کنترول په لاس کې کې ونیوه او افغان ځواکونو د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغه ښار د نیولو له پاره یې عملیات په لاره اچولي دي. خو که د هوایي ډګر په لور د جګړې د خپریدو په اړه رپوټونه سم وي، نو دا په سیمه کې د طالبانو لا ډیر پر مختګ ښيي. د کندز د جګړې تلفاتو په اړه لا تر اوسه پورې رپوټونه په لاس کې نه شته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب