1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي

۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبه

طالبان وايي چې د پاکستان یو پلاوی به د بیلابیلو موضوعاتو د بحث لپاره افغانستان ته سفر وکړي. دغه پلاوی چې د تګ نیټه یې لا معلومه نه ده، د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر جنجالونو وروسته سفر کوي.

https://p.dw.com/p/45II7
Pakistan Islamabad Taliban-Delegation trifft Außenminister Shah Mahmood Qureshi
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/AP/Pakistan Ministry of Foreign Affairs

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د شنبې په ورځ (جنورۍ ۸ مه) دویچه ویله آلمان غږ سره په یوې مرکې کې وویل چې د پاکستان یو پلاوی به افغانستان ته سفر کوي. کریمي د پلاوي د سفر د هدف په هکله وویل: «دغه پلاوی به د بشري، اقتصادي، سوداګرۍ، پاکستان کې د کډوالو په ستونزو او دغه راز په وروستیو کې د صفري کرښې ته څیرمه چې په محلي کچه کوم برخوردونه رامنځ ته شوي وو، بحثونه او خبرې وکړي.»

ښاغلی کریمي وایي تر دې دمه معلومه نه ده چې د دغه پلاوي مشري به څوک کوي او افغانستان ته د تګ نیټه یې هم لا جوته شوې نه ده.

تر دې مخکې ځینو رسنیو د پاکستان د پارلمان مشر اسد قیصر له قوله ویلي وو چې د دوی یو لوړ پوړی پلاوی به د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، معید یوسف په مشرۍ ژر افغانستان ته ولاړ شي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي د ورتګ خبره داسې مهال کیږي چې وروستیو کې د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار د لګولو پر سر د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جنجال راپورته شوی وو.

طالبان: ‌له پاکستان سره ستونزه له دپلوماتیکو لارو حلوو

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې د طالبانو پوله ساتي سرتېري په کې اغزن تار له منځه وړي او پاکستاني سرحدي ځواکونو ته خبرداری ورکوي چې د اغزن تار له غځولو لاس پر سر شي. د سیاسي چارو کارپوهان د طالبانو دغه ډول کارونه د نړۍ او د افغانستان د عامو خلکو د تیر ایستلو په معنی یادوي.

په پاکستان کې سیاستوال او د سنا مجلس پخوانی غړی افرسیاب خټک، له دویچه ویلې سره په یوې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو شخړو ته په کتو وویل: «طالبان د خپل ځان د سیاسي مشروعیت لپاره داسې کارونه کوي او غواړي چې دوی ځانونه افغان وطن پرستان وښيې کوم څه چې دوئ نه دي، طالبان د پاکستان ډیر نیږدې متحدین دي او زه فکر نه کوم چې دوئ د پاکستان د ستراتیژۍ خلاف کوم کار وکړي.»

پر اغزن سیم ناندرۍ او پر کونړ د پاکستاني پوځ توغندیز بریدونه

 دغه راز د سیاسي چارو افغان شنونکی او په پاکستان کې پخوانی ډپلوماټ احمد سیعدي هم د ډیورند کرښې په اړه د طالبانو وروستي دریځ ته د شک په سترګه ګوري: سعیدي وايي: «دا د عامو خلکو د تیر ایستلو یوه لاره ده. د دې لپاره چې پاکستان غواړي نړۍ ته ووایي چې طالبان د دوئ کنټرول او واک لاندې نه دی، ازاد دی او ان له موږ سره هم جنجال لري، زه داسې معلومات لرم چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ چې کوم پلاوی غواړي افغانستان ته ولاړ شي هر وزارت ته به یو پاکستانی سلاکار ټاکي.»

د پاکستان پوځ پر ډېورنډ کرښې د اغزن تار لګولو چارې په ۲۰۱۷ زېږديز کال کې ظاهراً په دې موخه پیل کړې چې د ناقانونه وسله والو د تګ راتګ او د قاچاق مخه ونیسي، خو افغان پوله ساتو ځواکونو یې تل پر وړاندې تند غبرګون څرګند کړی چې ځینې وخت خبره ان وسله والې شخړې ته هم رسېدلې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ډېورنډ کرښه ۲۶۴۰ کېلومټره اوږدوالی لري. د دې کرښې تړون په ۱۸۹۳ زېږدیز کال کې د بریتانوي هند د عمومي منشي مور ټایمر ډېورنډ او د افغانستان د امیر عبدالرحمان خان تر منځ لاسلیک شو، خو له هغې ورځې راهیسي د افغانستان هېڅ حکومت دا کرښه په رسميت نه ده پېژندلې چې دې چارې تر ډېره بریده د افغانستان او پاکستان پر ډېپلوماټیکو، اقتصادي او ستوداګریزو اړیکو سیوری غوړولی دی.