1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د لوی اختر له پاره د اوربند په اړه فکر کوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

دوو لوړپوړو طالب چارواکو ویلي دي چې په غزني کې پر تودې جګړې سربیره هم طالبان په دې اړه فکر کوي چې په راتلونکې اوونۍ کې د لوی اختر د رخصتیو له پاره اوربند اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/33BOi
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

دغو طالبانو ویلي دي چې لا تر اوسه پورې په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې خو په خبره یې د طالبانو مشران به د سه شنبې او یا هم چهارشنبې په ورځو کې سره وویني او په دې اړه به بحث وکړي. تر دې مخکې یو شمیر هیوادونو او علماوو له طالبانو څخه غوښتي وو چې اوربند ته غاړه کیږدي.

که پر اوربند موافقه وشي نو کیدای شي چې له غزني ولایت څخه اعلان شي، ځکه طالبان ادعا کوي چې د دې ولایت ډیری ولسوالۍ او نورې سیمې تر خپل کنترول لاندې لري. د غزني تر جګړې مخکې چې په پایله کې یې په سلهاو کسان وژل او یا ټپیان شوي دي، داسې هیلې موجودې وې چې د کوچني اختر په څیر به په لوی اختر کې هم اوربند وشي. ډیری کسان دغو اوربندونو ته د سولې د خبرو پر لور د یوه ګام په سترګه ګوري.

تر دې مخکې افغان حکومت هم ویلي وو چې د لوی اختر په ورځو کې طالبانو ته اوربند وړاندیزوي، خو لا تر اوسه پورې نه طالبانو او نه هم افغان حکومت په رسمي توګه د اوربند اعلان کړی دی.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د طالبانو یوه چارواکي ویلي دي: «زموږ ملګري موږ ته مشوره راکوي چې د راروان لوی اختر له پاره یو څلور ورځنی اوربند اعلان کړو ترڅو د افغانستان خلک د دوو میاشتو مخکې وخت په څیر په سوله کې لوی اختر ولمانځي.»

دغه طالب چارواکي چې د طالبانو د مشرتابه د شورا غړی دی، زیاته کړې ده: «د تل په څیر به په دې اړه بیلابیل نظرونه موجود وي، لکه موږ چې د کوچني اختر له پاره د اوربند په اړه لرل، خو زموږ رهبر هیبت الله اخندزاده، به خپل نقش ادا کړي. هغه به یا اوربند اعلان کړي او یا خو به له خپلو جنګیالیو څخه وغواړي چې جګړې ته دوام ورکړي.»

د طالبانو یوه بل چارواکي بیا وویل چې هغه هیله لري چې د دې ډلې مشرتابه د تیر ځل په څیر بیا هم د اوربند اعلان وکړي چې په خبره یې د کابل په ګډون د افغانستان نورو ښارونو ته د بې وسلو طالبانو له تګ سره د افغانانو زړه ترلاسه شي.

هغه ویلي دي: «غوښتنه د یوې اوونۍ ده خو زموږ مشرتابه ښايي د څلورو ورځو اوربند اعلان کړي چې افغانان وکړای شي د قرباني له پاره مالونه راونیسي او په سوله کې لوی اختر ولمانځي.»

Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

کله چې له لومړي طالب چارواکي څخه وپوښتل شول چې هدف یې له «ملګرو» څخه څه دی، نو هغه وویل چې دوی د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې ملګري او متحدین لري.

د روان کال په جنوري میاشت کې افغان ولسمشر اشرف غني، طالبانو ته د سولې یو بې قید او شرطه وړاندیز وکړ. امریکا متحده ایالاتو هم له طالبانو سره خبرې پیل کړي دي. طالبانو هم منلې ده چې په قطر کې یې له امریکایي چارواکو سره لیدلي دي. طالبانو په روانه میاشت کې همداراز ازبکستان ته هم یو پلاوی لیږلی وو چې په وینا یې دوی د یو شمیر ملي پروژو د امنیت پر ټینګښت بحثونه کړي دي.