1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د حکومت په رسميت پيژندلو له پاره مو مبارزه روانه ده

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير منلې ده چې په افغانستان کې رامنځته کړی يو کلن حکومت يې لا منزوي پاته دی. خو ادعا يې کړې چې په نړيواله کچه یې تجارت په هم هغه اندازه ښه پر مخ وړی دی لکه په رسميت چې پيژندل شوی وي.

https://p.dw.com/p/4GYqL
Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي دا څرګندونې د طالبانو د هغې مبارزې ښکارندوي کوي چې دغه ډلې یې تر واکمنېدو راهيسې د نړيوالو له خوا د مشروعيت د ترلاسه کولو له پاره پر مخ وړي. دوی له هغه وخت راهېسې د ياغيتوب او جګړې څخه د اقتصادي رکود په ترڅ کې حکومتولۍ ته مخه کړې چې په ميليونو افغانان یې له بې وزلۍ او لوږې سره مخ کړي دي.

متقي په کابل کې خبريالانو ته وويل: «دا خبره سمه ده چې تر اوسه يوه هېواد هم په د افغانستان د [طالبانو] د نوي حکومت په رسميت د پيژندلو اعلان نه دی کړی.» خو نوموړي ټینګار وکړ چې «کوم تعاملات» چې د طالبانو او نورو هېوادونو ترمنځ کیږي، هغه «رسمي» دي.

پوتڅل: طالبان د حکومتدارۍ له پراخو ننګونو سره مخامخ دي

نوموړي د طالبانو له خوا له ښځو، اقليتونو او نورو مسئولو سره د طالبانو چلن ته په اشارې سره زياته کړه: «ښايي هغوی په دې اړه ځيني ستونزې ولري.»

نړيوالې ټولنې له طالبانو په کراتو غوښتنه کړې چې ښځو ته دې د هغوی بنسټیز حقونه ورکړي، تر شپږم ټولګې پورته نجونو ته دې ښوونځي ته تلو او ښځو ته په هره برخه کې د کار اجازه ورکړي.

په انقره کې د ترکیې د بهرنيو چارو له وزیر سره د طالب پلاوي ليدنه کتنه
په انقره کې د ترکیې د بهرنيو چارو له وزیر سره د طالب پلاوي ليدنه کتنهانځور: DHA

همدا راز د نړيوالې ټولنې له خوا اقليتونو ته د هغوی د حقونو د ورکړې او د يوه ټول شموله حکومت د رامنځته کولو غوښتنه هم شتون لري – دا ټول هغه موارد دي چې طالبانو ورته د خپلو لومړنيو ژمنو سربیره هم مثبت ځواب نه دی ویلی.

متقي په کابل کې زياته کړې چې نور هېوادونه راسره «لکه په رسميت د پيژندل شوي حکومت په څېر چلن کوي.»

متقي په دې ترڅ کې په یو شمير سيمه ایزو کنفرانسونو او غونډو کې خپل ګډون ته اشاره وکړه چې په پاکستان، مسکو، ترکيه، قطر او چين کې ترسره شوي دي او ویې ويل چې «د ډېرو نورو هېوادونو» پلاوي هم افغانستان ته راغلي دي. هغه زياته کړې: «دا ټول رسمي سفرونه ول.»

طالبانو بيا له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې ده

نړيواله ټولنه چې د طالبانو د لومړۍ دورې سختو مقرراتو ته په کتو سره انديښمنه ده، تر اوسه پورې یې د طالبانو د حکومت په رسميت له پيژندلو څخه ډډه کړي او په بهر کې یې د افغانستان ټولې شتمنۍ کنګل کړي دي.

د طالبانو تر واکمنېدو راهيسې ټول بهرني پلاوي افغانستان ته د سفر پر وخت يوازې بشري مرستې له ځان سره ليږدوي، خو د بهرنيو مرستو لړۍ ډېره ضعيفه شوې ده.

ب. ص/ ش. ن (APE)

زموږ له آرشيف څخه:

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟