1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا باید د م.م. خبره ومني او د افغانستان پیسې آزادې کړي»

۱۴۰۰ دی ۲۴, جمعه

طالبانو د جمعې په ورځ وويل چې واشنګتن باید د ملګرو ملتونو سازمان د مشر د غوښتنې پر اساس، د افغانستان کنګل کړي پیسې آزادې کړي. ګوتريش پرون له امریکا وغوښتل چې د افغانستان شتمنۍ دې د بشري ناورین د مخنيوی له پاره آزادې کړي.

https://p.dw.com/p/45Xos
Afghanistan PK der Taliban
انځور: Stringer/REUTERS

د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتوني ګوتریش، د پنجشنبې په ورځ له واشنګتن څخه وغوښتل تر څو د افغانستان شتمنۍ په ازادولو سره په دغه هیواد کې «د رامنځته کیدونکې بدمرغۍ» د مخنيوي له پاره رهبري پر غاړه واخلي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له یادې غوښتنې هرکلی کړی. مجاهد پر ټويټر ليکلي دي: «امریکا باید په دې اړه نړیوال غږ ته مثبت ځواب ووايي او د افغانستان سرمايه آزاده کړي.»

امریکا د اګست میاشتې په نیمايي کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته د افغانستان شاوخوا نه میليارده ډالره شتمنۍ بندي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک هم په افغانستان کې خپل فعالیتونه د تعويق په حال کې راوستلي دي، همدا رنګه په اګست میاشت کې د پيسو نړیوال صندوق له خوا ۳۴۰ ميلیونه نوې صادر شوې پيسې هم درول شوي دي.

USA | UN-Sicherheitsrat zu Äthiopien
انتوني ګوتریش، د پنجشنبې په ورځ له واشنګتن څخه وغوښتل چې د افغانستان شتمنۍ ازادې کړيانځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/picture alliance

افغانستان چې د نړۍ يو د تر ټولو بې وزله هیوادونو څخه ګنل کيږي، اکثره لوېديځو هیوادونو هم ورسره خپلې مرستې درولي دي.

خیريه سازمانونه او د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د افغانستان د کابو ۳۸ ميلیونه نفوس تر نیمايي ډېره برخه يې د ژمي په موسم کې له لوږې سره مخامخ ده.

د دغه سازمان عمومي منشي په نيویارک کې وويل چې «موږ باید په ډيرې چټکۍ سره د نغدي تقوېې او د اقتصادي سقوط د مخنيوي په موخه چې د میلیونونو انسانانو د فقر او لوږې سبب ګرځي، اقدامات ترسره کړو.»

ګوتریش دغه پیغام داسې وخت ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سازمان دوې ورځې مخکې له نړيوالې ټولنې څخه په ۲۰۲۲م کال د افغانستان له پاره د ۵ میليارډه ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.