1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صالح: پر کابل پوهنتون د برید دويم طراح په پکتيا کې ووژل شو

۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبه

د افغانستان د جمهور رئيس لومړې مرستيال امرالله صالح پر کابل پوهنتون د ترسره شوي برید دويم طراح له وژلو او د دريم له نيولو څخه خبر ورکوي. صالح له عدلي او قضاي بنسټونو د يادو کسانو د علني محکمې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/3lMqW
Afghanistan | Schwer Bewaffnete Sicherheitskräfte vor der Universität in Kabul
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د افغانستان د جمهور رئيس لومړي معاون امرالله صالح نن دوشنبه د (نوومبر ۱۶)خبر ورکړ چې د کابل پر پوهنتون د بريد دویم طراح چې د افغانستان سويل ختيځ ولايت پکتیا ته تښتیدلې وو، له امنيتي ځواکونو سره په نښته کي وژل شوی دی. هغه دغه سړی د احمد په نامه ياد کړی دی.

صالح له څه مودې راهيسي حکومتي اعلاميې او پریکړې د خپل فیسوک له لاري خپروي. هغه ليکلي دي چې ددغه ډلي دريم تن هم نيول شوی او په وروسته ساعتونو کې به کابل ته انتقال شي. صالح ټينګار کړی دی چې دغه پيښه په چټکۍ سره د پراختيا په حال کې ده.

هغه د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د کابل پر پوهنتون او د کوثر د زده کړې پر مرکز د برید اصلي طراح چې عادل نومیږي نيول شوی دی.

د کابل پر پوهنتون د بريد په تړاو د کورنيو چارو وزارت ۱۳پوليس نیولي دي.

د امرالله صالح په خبره، عادل په شرعياتو پوهنځی کې تر دريم کال پورې تحصيل کړی او وروسته د حقاني شبکي له سابقه دارغړي ثناالله له خوا له دغې ډلې سره يو ځای شوی.

د جمهوري ریاست لومړي مرستيال ليکلي دي چي عادل اعتراف کړی دی چې د کابل پر پوهنتون له بريد څخه لس ورځې مخکې يې دا ارزونه کړې وه چې هغه کسان چې له ښاري وضعيت سره يې جامې سمي وې د ننوتلو په دروازه کې نه تلاښي کيږې.

د صالح په خبره، له همدي کبله بريدګر په شيکوجامو سره لکه د محصلینو په څير يو په بل پسې پوهنتون ته ننوتلي او بيکونه يې نه دي تلاښي شوي. هغوي داسي پروګرام درلود چې که چيرې لومړې تن د پوليسو له خوا تلاښي شي، دويم کس باید پوليس د تفنګچې په ډز سره له منځه يوسي.

دغه راز د جمهوري رياست لومړي معاون ليکلي دي چې په کابل پوهنتون کي د ځان مرګي بریدګرو هویت هم پيژندل شوی او ډير ژر به افشا شي. د هغه په خبره د ځانمرګو کورنۍ هم د امنيت رياست له خوا تر څارني لاندي دي.

د کابل پر پوهنتون برید کي ۲۲ محصلين ووژل شول او۴۰ کسان ټپيان شول. که څه هم طالبانو څو ځلې په دغه برید کي لاس لرل رد کړي، خو د افغانستان حکومت دغه بريد د طالبانو ګڼي. د جمهوري رياست لومړی مرستيال يو ځل بيا وايې چې د دغه برید طرحه کونکي د حقاني شبکې غړې دې او د طالبانو د ډلي يوه څانګه ده.

امرالله صالح له عدلي او قضایۍ بنسټونو څخه غوښتنه کړي ده چې په ترهګريزو فعالعیتونو تورن کسان په علني ډول محاکمه کړي. هغه ويلي دي چې د بګرامۍ په سیمه کي دوې ديني مدرسي چې د «طالبانو له پاره يې تبلیغ » کاوه او اړیکه يې  «ګاونډي استخباراتو» ته رسيدله پيژندل شوي او هغوی ته خبرداری ورکړل شوی چې د خپلو ټولو زده کوونکو نوملړ له دولتي بنسټونو سره شريک کړي.