1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"يو شمير افغان مهاجر ځانونه پخواني طالب جنګيالي ښيي"

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲, شنبه

د آلمان شپيګل مجلې په حواله په ۲۰۱۵ کال کې د اروپا د مهاجرت بحران په پیليدو سره، په احتمالي ډول له افغانستانه زرونه طالب جنګيالي آلمان ته راغلي دي. د دغو افرادو په هکله تحقیقات روان دي.

https://p.dw.com/p/2bjC9
Deutschland Handys von Flüchtlingen im Visier
انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economou

د آلمان شپيګل مجله په خپلې نوې ګڼه کې د « آلمان د مهاجرت ادارې» په حواله خبر ورکوي چې د اروپا د مهاجرت په بحران کې په زرونو افغان طالب جنګيالي دغه هيواد ته راغلي دي.

شپيګل کاږي چې د آلمان لوي څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه له ۷۰ څخه زياتو کسانو په اړه تحقيقات کړي دي. ۶ تنه يې په تحقيقي بند کې پراته دي.

په پام کې ده چې نژدې راتلونکې کې په برلين او کوبلنز ښارونو کې د هغو افغان مهاجرو په اړه لمړنۍ څيړنه پیل شي کوم چې ورباندې شک کيږي چې د طالبانو ډلې غړيتوب لري.

شپيګل مجلې د رپوټ پر اساس، د څو زرو افغان مهاجرو په اړه داسې شکونه شتون لري چې هغوی دې د طالبانو د ډلې پخواني غړي وي.

ولې پخوانۍ طالب جنګيالي؟

دغو کسانو په خپله د مرکو پر مهال دغه څرګندونې کړي دي. خو تر اوسه لا روښانه نده چې د دوي دغه ادعاوي به حقيقت ولري که نه.

ځینې افغان پناه غوښتونکي احتمالا په دا ډول څرګندونو سره تمه لري چې د پناه غوښتنې به يې ومنل شي او آلمان کې د يوې ښې راتلونکې انتظار کوي. همدا دليل دی چې دوي خپل ځانونه پخواني طالب جنګيالي معرفي کړي دي.

په داسې حال کې چې آلمان کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د احتمالي غړو په اړه تحقيقات روان دي، اوس د تحقيقاتي ادرو چارواکو تر ډيره خپل پام د احتمالي طالب جنګياليو په اړه څيړنو ته اړولی دی.

د فدرال آلمان يوه څارنوال تر دې دمخه د ورته مواردو په اړه خبرداری ورکړی وو. هغه د اسلامپالو په اړه د تحقيقاتو په اړه د زيات کاري فشار د شتون څخه شکایت کړی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.07.2015):