1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: نه منل سوي افغان مهاجر افغانستان ته لېږو

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آبان ۲۲, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير په خبره هيواد به ئې نه منل سوي افغان مهاجر بيرته افغانستان ته ستانه کړي. تر دې دمخه شپېگل مجلې د يوه راپور پر اساس ليکلي ول چي د رد سوو مهاجرو بيرته لېږل کابو ناممکن دي.

https://p.dw.com/p/1H5AW
انځور: picture-alliance/dpa/K.J.Hildenbrand

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د جمعې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۳) په برلين کي وويل چي «د آلمان حکومت پر دې باندي کار کوي چي په آلمان کي د نه منل سوو افغان مهاجرو بيرته خپل هيواد ته لېږل ممکن دي.»

دا چي تر اوسه پوري څومره افغان مهاجر بيرته افغانستان ته لېږل سوي دي، روښانه نه ده.

شتاين ماير په دې څرگنډونو سره د «شپېگل» مجلې د هغه راپور پر وړاندي چي په افغانستان کي ئې د آلمان سفارت د يوه راپور له مخي ور کړی وو، غبرگون وښود.

شپېگل مجلې د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د نوامبر ۱۲) داسي يو راپور خپور کړی چي گويا په کابل کي د آلمان سفارت له خوا په يوه پټ راپور کي د بهرنيو چارو وزارت ته ليکل سوي ول چي په افغانستان کي خراب امنيتي وضعيت ته په کتو سره دا کابو ناممکنه ده چي افغان مهاجر دي بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي.

دوی ويلي ول چي له آلمانه افغانستان ته مستقيمي الوتني هم نه کیږي چي نه منل سوي مهاجر بيرته خپل هيواد ته انتقال سي.

د افغانستان په لويو ښارونو کي عادي ژوند دئ

د آلمان د بهرنيو چارو وزيره اورزولا فون دېرلاين، په افغانستان کي امنيتي وضعيت له آلمانه د افغان مهاجرو په بيرته ايستلو کي خنډ نه گڼي.

فوندرلاين د «بيلد» ورځپاڼي د جمعې ورځي له گڼي سره په خبرو کي ويلي دي: «د افغانستان په لويو ښارونو کي له دې سره سره چي پکښې پر شته خطرونو باندي څوک سترگي پټولای نه سي، خو هلته بيا هم عادي ژوند روان دئ.» په دې سره نو سړی بايد د دغه اسيايي هيواد د مهاجرو د بيرته ايستلو په برخه کي د هر يوه پناه غوښتنه جلا وکتل او پريکړی پرې وسي.

تر دې دمخه د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير ويلي ول چي افغان مهاجر دي بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي.

د آلمان د دفاع وزيري له بيلد ورځپاڼي سره په خبرو کي هم دا ومنله چي په افغانستان کي امنيتي حالت له اروپا سره د پرتلې وړ نه دئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب