1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شيتر:د امنيتي مسووليت په سپارلو کي بايد تلوار و نه سي

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارلو د پروسې په اړه د الماني کارپوه کونراد شيتر سره د دويچه ويله د پښتو څانگي ځانگړې مرکه.

https://p.dw.com/p/RBMw
افغان ملي اردو
افغان ملي اردوانځور: dpa

دويچه ويله: يو شمېر افغان کارپوهان پدې نظر دي چي، اوس لا وختي دی چي افغان امنيتي ځواک حتی په کوچنيو ولسواليانو کښي امنيتي مسؤليت پرغاړه واخلي. ستاسي نظر څه دی؟

شيتر: زه ګمان کوم چي اصلي مشکل چي موږ يې د تسليمۍ د پروسې سره لرو ،دادی چي دغه سپارښتنه يو دفعه اي او ناببره تر سره کيږي. دا پدې معني چي هغه څه چي ضروري دي ، دادي چي افغان امنيتي ځواکونو په ډيرو کوچنيو ساحو او ډير وختي لا مسؤليت اخيستی وای . پدې وسيله به يوه ډيره عادي پروسه پيل سوې وای ، چي د هغه په اساس به افغانانو مياشت په مياشت امنيتي مسؤليت اخيستلای.

اوس موږ د يوې داسي پروسې سره مخامخ يو چي د هغې په اساس يو ډير واضح عمل تر سره کيږي او په يوه وار افغانان د ټولو هغو کارو مسووليت پرغاړه اخلي ،چي تر اوسه پوري د نړيوالو ځواکونو لخوا تر سره کيدل. دا کار زه ډير زيات مشکل وينم.

دويچه ويله: نو تاسو پدې عقيده ياست چي داکار ډير وختي تر سره کيږي ؟

شيتر: زه پدې عقيده يم چي خصوصاً د امنيتي مسووليت اخيستلو دپاره وختي دی. دا پدې معني چي په عادي حالت کښي به دغه ډول يوې پروسې ډير وخت غوښتی وای. زه پدې نظر يم چي دغه پروسه په ډير تلوار سره تر سره کيږي.

دويچه ويله: په ۲۰۱۴ عيسوي کال کښي بايد افغاني امنيتي ځواکونه د ټول هيواد امنيتي مسؤليت په غاړه واخلي، ستاسو په اند پسله لسو کلو څخه به بيا هم افغان ځواکونه ددې توان ولري چي د هيواد د امنيت غم پخپله وخوري؟

شيتر: د يوې خوا بايد سړی د پوليسواو اردو تر منځ فرق وکي ، خصوصاً کله چي دواړه مختلف وظايف لري. دداخلي مسؤليت دپاره طبعاً په اول قدم کښي پوليس مسؤليت لري او نه اردو. مګر په عين حال کښي معلومه ده چي افغانستان ملي اردو په دې منځ کښي ډيره ښه روزنه ليدلې ده او کولای سي چي د طالبانو پر ضد په داخل کښي عمليات وکړي . خود پوليسو روزني ته نور هم بايد ډيره پاملرنه وسي ، او جدي کار ورسره وسي.

مرکه کونکی: رتبل آهنګ

کتونکی:نجيب الله زيارمل