1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهراني: د افغانستان طبعي زیرمي د اقتصاد سره مرسته کولای شي

۱۳۹۰ آذر ۷, دوشنبه

د افغانستان د کانونو او صنایعو وزیر ویلي چې د دغه هیواد لویي طبعي زیرمې ښایې تر هغې زیاتې وي د کومو چې اټکل شوې او دا د افغانستان د کمزوري اقتصاد سره ډیره مرسته کولای شي.

https://p.dw.com/p/13IT1
د اټکلونو له مخې افغانستان د ۳ ټریلیونه په ارزښت طبعي زیرمې لري
د اټکلونو له مخې افغانستان د ۳ ټریلیونه په ارزښت طبعي زیرمې لريانځور: picture alliance/dpa

وحیدالله شهراني د المان خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي چې ښایې دغه زیرمې د ۳ ټریلیونو امریکایي ډالرو څخه زیات ارزښت ولري. هغه زیاته کړې چې د دغه زیرمو په استخراج سره ښایې افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا ونه لري.

د افغانستان د طبعي زیرمو په اړه چې کوم اټکلونه شوي د هغې پر اساس ویل شوي چې د دغه زیرمو ارزښت ۳ ټریلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي. خو شهراني بیا وایې چې دغه اټکلونه یواځې د افغانستان د خاورې ۳۰ سلنه تشکلیوي، د هغه په وینا د افغانستان په نورو برخو کې سروې ګانې نه دي تر سره شوي.

په افغانستان کې چې هغې طبعي زیرمې ثبت شوي په هغې کې د لوړ ارزښت اوسپنه، مس، خام تیل، سره زر او د قیمتي کاڼو زیرمې شاملې دي.

د شهراني په وینا د دغه کانونو د کیندنې څخه به د ۲۰۱۶م کال وروسته هر کال ۱،۵ ملیارده ډالر دولتي خزانې ته ولویږي او تر ۲۰۲۶م کاله به دغه بیا په کال کې کابو ۴ ملیارده ډالرو ته ورسیږي. د هغه په وینا د افغانستان طبعي زیرمې د دولت لپاره د عاید تر ټولو ښې سرچیني ګرځیدلای شي.

هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې د راروانې میاشتې په پنځمه نیټه د المان د بن په ښار کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کانفرانس تر سره کیدونکی دی.

هغه زیاته کړې د کان کیندنې په برخه کې بریالیتوب به د افغانستان په اقتصاد هم مثبت تاثیر ولري. د هغې د وړاندوینې له مخې به دغه سیکتور د کار د زمینې د برابرولو او بنسټیزو تأسیساتو په جوړولو کې تر ۲۰۱۶م کاله پورې د داخلي ناخالصه تولیداتو په برخه کې تر پنځه ملیاردو ډالره مرسته کولای شي او تر ۲۰۲۶م کاله دا ښایې تر ۲۰ ملیارده ډالرو ته ورسیږي.

شهراني همدا شان ویلي دي چې د طبعي زیرمو څخه لاس ته راغلي عایدات به د دولت په هغه خزانه کې واچول شي چې دولت به د هغې څخه د ښوونې او روزنې، روغتیایي او د بنسټیزو تأسیساتو د جوړولو په پروژو کې ګټه واخلي.

خو شهرانی بیا وایې چې امنیت اوس هم یوه لويه ننګونه ده. هغه زیرمې چې اوس په نظر کې نیول شوي د افغانستان په نسبي آرامو سیمو کې پرتې دي. د شهراني په وینا نړیوالو تجربو ښودلې ده د کانونو کیندنه او په هغې پورې اړونده پانګونه کولای شي امنیت ته هم ثبات وروبخښي.

شهراني وړاندې زیاتوي چې چینایان په لوګر ولایت کې د عینک د کان کیندلو د پروژې پر تړون د لاسلیک وروسته په دغه برخه کې تر ټولو ډیره پانګونه کړې. لویدیځوالو پانګه والو په دغه ولایت کې د نا امنیې له امله خپله لیوالیتا ونه ښوده.

خو هغه زیاته کړې چې د لویدیځ پانګه وال په جدي توګه اوس د داسې یوې موقع په لټه کې دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل