1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا یو بالستیک توغندی توغولی دی

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۴, چهارشنبه

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې د توغندیدو د آزموینې خپل پروګرام ته چټکتیا ورکړې ده او په دې ترڅ کې یې تازه یو بل بالستیک توغندی توغولی دی. د وړاندوینو له مخې، شمالي کوریا ښايي اتومي آزموینې ته چمتووالی نیسي.

https://p.dw.com/p/4Aodo
Nordkorea Militärparade Kim Jong Un
انځور: Yonhap News Agency/picture alliance

په روان میلادي کال کې شمالي کوریا د توغندیو آزموینې تعداد او سرعت ډیر کړی دی او دا دی اوس یې یو بل بالستیک توغندی توغولی دی. د جنوبي کوریا د پوځ په خبره، شمالي کوریا د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د مې میاشتې پر ۳مه) د خپلو ختیځو اوبو په لوري یو بالستیک توغندی توغولی دی. جاپان هم په ورته وخت کې د شمالي کوریا د دغې آزموینې پخلی کړی دی او دا چې دغه هیواد خپلو بیړیو ته امر کړی څو د احتمالي ټوټو د لویدو له ویرې خپل موقعیت ته تغیر ورکړي.

د بالستیک توغندي تر توغولو وروسته د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې توغندی د شمالي کوریا د پیونیانګ د سیمې له شمالي برخې  د سونان له سیمې توغول شوی دی. سونان هغه سیمه ده چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په ۲۴مه نیټه شمالي کوریا ترې د هوسونګ ۱۷ په نامه خپل توغندی توغولی وو.

د جنوبي کوریا په اعلامیه کې راغلي: «زموږ پوځ د چمتووالي حالت ساتي او د نورو توغندیو د توغولو د څارنې له پاره له نیږدې څخه وضعیت تعقیبوي.»

شمالي کوریا په روان میلادي کال کې تر اوسه پورې د توغندیو ۱۴ آزموینې کړي دي. د شمالي کوریا له لوري د چهارشنبې ورځې د توغندي آزموینه یوه اونۍ تر هغې کیږي چې شمالي کوریا ویلي ول چې غواړي د امکان تر حده په چټکتیا سره د خپلو اتومي ځواکونو ته پراختیا ورکړي.

په عین وخت کې شنونکي په دې باور دي چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون غواړي د خپلو اتومي وسلو په انکشاف سره په نړیواله کچه شمالي کوریا د یوه اتومي قدرت په توګه وپیژندل شي او دا چې هغه باور کوي چې دغه راز اقدامات به پر امریکا متحده ایالاتو باندې هم فشار راوړي څو پر شمالي کوریا باندې وضع شوي بندیزونه نرم کړي.

آ./ا.خ.ح./ا.ا.

زموږ له آرشیف څخه: