1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د جګړې اعلان وکړ

مسعود جهش (AFP, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۱۰, شنبه

شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر ضد د جګړې اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم شمالي کوریا، امریکا او جنوبي کوریا ګواښلي ول. اوس دغه هیواد د ملګرو ملتونو له سختو بندیزونو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1876E
epa03644058 A picture released by the North Korean Central News Agency (KCNA) on 29 March 2013 shows North Korean leader Kim Jong-un (sitting) convening an urgent operation meeting at 0:30 am on 29 March 2013 at an undisclosed location, in which he ordered strategic rocket forces to be on standby to strike US and South Korean targets at any time. Kim's order followed two US stealth bombers' first-ever drill over the Korean Peninsula the previous day. The North berated the drill as US hostility against it. EPA/KCNA SOUTH KOREA OUT NO SALES +++(c) dpa - Bildfunk+++ / Eingestellt von wa
Nordkorea / Kim Jong Un / Militärsانځور: picture-alliance/dpa

د شمالي کوریا دولتي رسني (KCNA) د شنبې په ورځ د یوې دولتي بیانیې په حواله وویل: «تر دې شېبې وروسته، د شمالي او جنوبي کوریا اړیکې جنګي حالت ته ورداخل شوې دي. د دواړو هیوادونو تر منځ ټولې موضوعګانې به د جګړې د کلونو د قوانینو له مخې پر مخ یوړل شي.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د شمالي او جنوبي کوریا تر منځ هغه وضعیت چې نه د جګړې حالت وو او نه هم د سولې بالاخره پای ته ورسید.»

تر هغه وروسته چې شمالي کوریا د شنبې په ورځ له جنوبي کوریا سره د جګړې اعلان وکړ، سیول د هغه پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ او و یې ویل چې دغه شان ګواښونه نوي نه دي. جنوبي کوریا په یوه بیانیه کې وویل: «دا یو نوی ګواښ نه دی. دا د پاروونکو ګواښونو له ډلې څخه یو دی.»

له تخنیکي لحاظه اوس هم جنوبي او شمالي کوریا د جګړې په حالت کې دي. دا ځګه چې په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا جګړه د یوه اوربند په پایله کې ختمه شوه او تر اوسه پورې دواړو هیوادونو د سولې کوم تړون نه دی لاسلیک کړی.

په وروستیو اوونیو کې ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا باندې د دې هیواد د دریمې اتومي آزموینې له کبله خپل بندیزونه نور هم سخت کړل. دې کار د شمالي کوریا غوسه راپارولې ده او له همدې کبله یې جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ته ډیر ګواښوونه کړي دي. یوه بله موضوع چې شمالي کوریا یې له کبله پر واشنګټن او سیول باندې د بریدونو ګواښونه کوي، په وروستیو ورځو کې د امریکا او جنوبي کوریا ګډ پوځي مانورونه دي.

«امریکا ځواب ورکولو ته چمتو ده»

امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا تر ګواښونو وروسته، له جنوبي کوریا سره په خپلو پوځي تمریناتو کې دوه B-2 ډوله بم اچوونکې الوتکې هم شاملې کړې چې د اتومي وسلو د لیږدولو وړتیا لري.

تر دې مخکې د کوریا رسمي خبري آژانس (KCNA) په خپل رپوټ کې ادعا کړې وه چې کېم جونګ ان، د هیواد پوځي مشرانو ته امر کړی چې د توغندیو قطعات د تیارسئ حالت ته راولي. نوموړي خبري آژانس وړاندې ویلي وو چې په سویلي کوریا او پسفیک کې به امریکایي اډې په نښه کړل شي. په رپوټ کې پر دې خبره باندې ټینگار شوی وو چې دغه کار به یوازې د یوه ورته عمل پر وړاندې د غبرگون په توگه تر سره شي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیګل، د جمعې په ورځ وویل چې امریکا به د شمالي کوریا له ګواښونو څخه و نه ویریږي. هغه زیاته کړه چې هیواد یې د هر ډول ممکنه برید ځواب ورکولو ته چمتو دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب