1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا اوس هم له امریکا سره خبري غواړي

۱۳۹۷ خرداد ۴, جمعه

شمالي کوریا ویلي دي چې د ترمپ هغه پریکړه چې له مخې یې په سینګارپور کې له کیم سره پلان شوې غونډه لغوه شوه «بېخي د پښیمانۍ وړ» ده. ترمپ د پنجشنبې په ورځ دغه غونډه د یوه لیک په استولو سره لغوه کړه.

https://p.dw.com/p/2yIvw
Südkorea TV Bildschirm Donald Trump, Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Young-joon

شمالي کوریا د جمعې په ورځ وویل چې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ پریکړه بېخي د پښیمانۍ وړ ده، خو بیا هم شمالي کوریا له امریکا متحدو ایالاتو سره د خبرو اترو مخالفت نه کوي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال کیم کایي ګوان، وویل: «زموږ له پاره د غونډي د لغوه کیدو ناڅاپي اعلان له تمي لیري وو او موږ یې ډېر د پښیمانۍ وړ بولو.»

کیم زیاته کړه: «موږ یو ځل بیا خپله لیوالتیا ښیوو چې له امریکا متحدو ایالاتو سره د ستونزې د حل له پاره هر وخت او په هر شکل چې وي خبري اتري وکړو.»

د ترمپ لیک

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا ولسمشر ته د یوه لیک په استولو سره له هغه سره د جون مياشتي پر۱۲ نېټه پلان شوې غونډه لغوه کړه. په لیک کې راغلي دي چې امریکا دغه پریکړه په وروستیو ورځو کې د شمالي کوریا د «پرانیستي دښمنۍ» له کبله کړې ده.

تر دې مخکې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د دونالد ترمپ پر مرستیال مایک پنس، باندي سختي نیوکي کړې وي او د پیونګیانګ په اړه يې د هغه وروستۍ څرګندونې احمقانه او بې معنی بللي وې.

پنس ګواښ کړی وو چې که شمالي کوریا خپل اتومي پروګرام پای ته و نه رسوي د لیبیا په برخلیک به اخته شي.

دغه غونډه تاریخي بلل شوې وه چې هدف یې له اټومي وسلو څخه د کوریا ټاپووزمی پاکول ول.

د پنجشنبې په ورځ بهرني خبریالان په شمالي کوریا کې د دې هیواد د اتومي آزموینو د اصلي سیمې د ویجاړیدو شاهدان ول.

د سویلي کوریا موقف

ځينو هیوادونو بيا د ترمپ پریکړي ته په حيرانتيا او پښېمانۍ سره غبرګون وښود. د سویلي کوریا ولسمشر مون جیا ان، وویل چې هغه د دې غونډي د نه کیدو له کبله «گیچ» دی.

د سویلي کوریا د بیا یوځای کیدو وزیر بیا ویلي دي چې د ترمپ پریکړه به د دې لامل نه شي چې سيول په اپریل میاشت کې له شمالي کوریا څخه له ترلاسه شوي موافقې څخه پر شا شي. د دې موافقې له مخې د کوریا ټاپووزمه غیري اتومي کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، ویلي دي چې د ترمپ د پریکړي په خاطر سخت اندیښمن شوی دی. بریتانیا بیا ویلي دي چې دې پریکړي خوشېنې کړې ده.

خو د جاپان د بهرنیو چارو وزارت بیا د ترمپ د پریکړې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی دی چې بې له مخکي له مخکي پرمختګه، په یوه غونډه کې ګډون معنی نه لري. چین بیا له واشنګټن څخه غوښتي دي چې له شمالي کوریا سره خپلي اړیکې جاري وساتي.

زموږ له ارشيفه: