1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا: پوځ بايد جنگ ته تيار سي

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۹, شنبه

د امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا د گډو پوځي مانورونو په غبرگون کي د شمالي کوريا واکمن کيم جونگ اون، خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې ده چي له «امریکا او د هغه له متحدانو» سره جنگ ته تياری ونيسي.

https://p.dw.com/p/1Ej9S
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/KCNA

د شمالي کوریا رهبر کيم جونگ اون د دغه هيواد پوځ ته لارښوونه کړې ده چي «له سياسي، ايډيالوژيکي، پوځي او تسليحاتي نظره له امریکا سره جگړې ته ځان تجهيز کړي».

د شمالي کوريا د رسمي رسنيو د راپور له مخي، د دغه هيواد واکمن د شنبې په روځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۲۸مه) د امريکا او جنوبي کوريا د گډو پوځي مانورونو په غبرگون کي وويل: «پوځ بايد ښه تمرين وکړي، څو موږ وکولای سو د امریکا بيرغ ټوکر ټوکر کړو».

د دغو گډو مانورونو په درشل کي چي د پلان له مخي به د دوشنبې په ورځ پيل سي، دواړو هيوادونو د جمعې په ورځ خپل دريابي عمليات پيل کړل.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي به دغو عملیاتو کي لسو جنگي کښتيو او څو الوتکو ونډه لره.

کيم جونگ اون چي د خپل پلار کيم جونگ ايل، تر مرگ وروسته د ۲۰۱۱م کال په ډسمبر مياشت کي واک ته رسېدلی، هر کال د دغو مانورونو پر مهال امريکا متحدو ايالاتو او خپل گاونډي هيواد ته د جگړې گواښ کوي.

شمالي کوريا ادعا لري چي اتومي وسلې لري. دغه هيواد د ۲۰۰۶م کال په اکتوبر او ۲۰۰۹م کال په می مياشت کي دوې اتومي آزمويني وکړې.

امريکا، جاپان او څو غربي هیوادونو شمالي کوريا ته گواښ کړی دئ، چي د نورو اتومي آزموينو په ترسره کولو سره به پر دغه هيواد باندي نور هم سخت بنديزونه ولگوي.