1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا نن نوی پارلمان ټاکي

۱۳۹۷ اسفند ۱۹, یکشنبه

د شمالي کوريا برحاله واکمن کيم جونګ اون تر ټولو مشهور کانديد دی چې اوسنيو ټاکنو ته ولاړ دی. شمالي کوريا داسې يو هېواد دی چې هر څوک بايد پکې خپله رايه ورکړي، که په خپله خوښه يې وي او که نه.

https://p.dw.com/p/3EjoK
Nordkorea Pjöngjang Wahlen
انځور: picture-alliance/AP/Dita Alangkara

د شمالي کوريا کمونيستي مشرتابه په دغه يکشنبه د کيم جونګ اون له خوا قدرت ته تر رسېدلو راهيسې په دويم وار د استازو د مجلس يا ولسي جرګې انتخابات تر سره کوي. دغه پارلمان لږ تر لږه د کاغذ له مخې د شمالي کوريا د قانون جوړونې تر ټولو عالي ارګان دی. د شمالي کوريا د پارلمان اوسمهال ۶۸۷ غړي پنځه کاله پخوا انتخاب شوي ول. په دغه تر ډېره منزوي شوي هېواد کې انتخابات تر ډېره نمايشي بڼه لري. په هره انتخاباتي حوزه کې معمولا فقط يو د حاکم کارګر ګوند له خوا نومول شوی کانديد انتخاباتو ته ولاړ وي. د دغه هېواد هر تبعه له ۱۷ کلنۍ څخه نيولې بايد په ټاکنو کې برخه واخلي او خپله رايه ورکړي. خو سړی کولای شي په هره انتخاباتي ناحيه کې يوازې د «هو» يا «نه» رايه ورکړي. څوک چې خپل کانديد ته مثبته رايه ورکوي، فقط رای پاڼه صندوق ته وراچوي. هغه څوک چې رايه نه ورکوي، د کانديد پر نوم باندې کرښه کاږي. د کانديدانو عکسونه او ژوند ليکونه د انتخاباتو تر مخه تل نشريږي. د انتخاباتو ورځ داسې لمانځل کیږي لکه يوه ولسي مېله چې وي. 

Nordkorea Pjöngjang Wahlen
په شمالي کوريا کې هر وګړی مکلف دی چې خپله رايه وکارويانځور: picture-alliance/AP/Dita Alangkara

نتيجه: سل په سلو کې مثبتې رايې

د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې کيم جونګ اون هم ولسي جرګې ته لاره موندلې وه. په هغه وخت کې ده ته سل فيصده رايې ورکړل شوې. د هغه د پلار کيم جونګ ايل تر مرګه وروسته کيم جونګ اون د ۲۰۱۱ کال په پای کې لا ټول قدرت په لاس اخيستی وو. په سويلي کوريا کې کتونکي داسې انګېري چې کيم به په نوي پارلمان کې خپل وفاداره خلک ځای پر ځای کړي. د پارلمان استازي په عادي صورت يوازې په کال کې يو يا دوه وارې سره راټوليږي څو د کيم په مشرۍ د حاکم ګوند له خوا شوې پرېکړې منظورې کړي. يوه بله لا وړه ډله چې د پارلمان رياست ورته وايي، ډېر ځله سره راټوليږي او د حکومت په اصلي چارو کې زيات نقش لري. پر شمالي کوريا باندې د دغه هېواد د اتومي تګلارې له کبله د ملګرو ملتونو له خوا سخت بنديزونه لګول شوي دي. د کيم او د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، تر منځ په هانوی کې يوه دويمه سرمشريزه د فبرورۍ مياشتې په پای کې بې له کومې وروستۍ بيانيې سره پای ته رسېدلې وه. د اتومي بې وسلې کولو په سر په مرکزي پوښتنو کې او د متحده آيالاتو له خوا د متقابلو خدماتو په هکله کوم توافق تر لاسه شوی نه وو.