1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستشمالي کوریا

شمالي کوریا د امریکا او جنوبي کوریا پوځي مانور ته غبرګون ښيي

۱۴۰۱ اسفند ۲۱, یکشنبه

د متحده آيالاتو او سويلي کوريا ترمنځ ګډ سباني پوځي مانور ته شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس کی سي ان ای په حواله د غبرګون ښکاره کولو نيت لري. دغه خبره د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون کړې ده.

https://p.dw.com/p/4OZ91
Nordkorea Machthaber Kim Jong mit seiner Tochter im Stadium in Pjöngjang
انځور: KCNA/REUTERS

د شمالي کوريا د حاکم ګوند په غونډه کې د دغه هېواد د واکمن کيم جونګ اون په مشرۍ ويل شوي چې »مهم او عملي تدابير« به پورته شي. خو نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

شمالي کوريا قهرېدلې ده ځکه چې د امريکا متحده آيالاتو او سويلي کوريا د »آزادۍ د ډال« په نوم ګډ پوځي تمرينونه پلان کړي دي. دغه ستر مانور به سر د سبا دوشنبه (د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۳مه) پيل شي. ويل شوي چې د شمالي کوريا د يوه احتمالي بريد په وړاندې ګډه دفاع هم ازمايل کيږي.سیول: شمالي کوریا بالستیک توغندی توغولی دی

هدف دا هم دی چې د دواړو هېوادونو يعنې امريکا متحده آيالاتو او سويلي کوريا ترمنځ همغږي وکتل او وازمايل شي. دغسې تمرينونو پخوا هم د شمالي کوريا سخت غبرګونونه راپارولي دي چې تر راکټي ازموينو او اټومي ګواښونو پورې رسېدلي دي.

شمالي کوريا دغسې ګډ تمرينات د دې ثبوت ګڼي چې د امريکا متحده آيالات او متحدين يې دوی ته د دښمن په سترګه ګوري او غواړي چې حکم رژیم راوپرځوي.