1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي او سویلي کوریاوي جوړ جاړي ته رسیدلي دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۸, چهارشنبه

د شمالي کوریا په پلازمینه پیونګ یانګ کې د سویلي کوریا ولسمشر او د شمالي کوریا واکمن یوې ديپلوماتیکي بریا ته رسیدلي دي. دا چې رامنځ ته شوی توافق به عملي شي که نه، دا به وخت وښيي.

https://p.dw.com/p/357rn
Nordkorea Moon Jae In, Präsident Südkorea & Kim Jong Un in Pjöngjang
انځور: picture-alliance/dpa/KBS via APTN

د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د سویلي کوریا ولسمشر مون جای ان او د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، توافق کړی دی چې د کوریا نیمه ټاپو له اتومي وسلو پاک شي. دغه خبره کیم د یوه ګډ توافق تر لاسلیکیدو وروسته وکړه. مون په خپلو خبرو کې وویل چې له اتومي وسلو پاک نیمه ټاپو هیلې ته رسیدل اوس ډیر وړاندې نه بریښي.

مون په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې شمالي کوریا لا تر مخه دې ته چمتووالی ښوولی دی چې خپله دوهمه ستره اتومي دستګاه یانګ بایون، د نړیوالو تر څارني لاندي له منځه یوسي. پر دې سربیره به د اتومي وسلو بهرني څارونکي هم دغه هیواد ته د تګ اجازه ولري. خو د دې له پاره مخکینی شرط دا دی چې امریکا متحد ایالات هم د دې په بدل کې ځیني غوښتنو ته چمتو وي.

د یانګ بایون په ودانۍ کې یو اتومي ریکتور او د بیا پروسس کولو دستګاه شته چې د اتومي درجې پلوتنیم د تولیدولو ظرفیت لري. پر دې سربیره د یورانیمو د غني کولو یوه دستګاه هم شته چې له هغې څخه هم د اتومي وسلو د جوړولو په برخه کې کار اخیستل کیدای شي.

مون د اساسي اقداماتو په ترڅ کې وویل چې شمالي کوریا په لویدیځو سواحلو کې د توغندیو د ازموینې او توغولو ځای د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې له منځه وړل غواړي. امریکايي کارپوهانو لا په جولای میاشتې کې ویلي وو چې شمالي کوریا د توغندیو د دغه شخړه ایز مرکز د مهمو برخو په لیرې کولو پيل کړی دی.

خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د اتومي او توغندیو د دغه مرکز د له منځه وړولو چارې به دقیقا کله او څرنګه پرمخ ولاړې شي او کیم د هغې په بدل کې له متحدو ایالاتو څخه کومې غوښتنې لري.

کیم د خپلو اتومي او توغندیو د زیرمو د له منځه وړلو په هکله هم څه و نه ویل او دا د متحده ایالاتو له مهمو غوښتونو څخه ده.

د کوریا د نیمه ټاپو تر ویشل کیدو وروسته لومړنی سفر

کیم ښایي «په نزدې راتلونکي» کې د سویلي کوریا پلازمینې سیول ته سفر وکړي. کیم په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې ده د سویلي کوریا د ولسمشر بلنه منلې ده. دا به د کوریا د نیمه ټاپو تر ویشل کیدو وروسته لومړی وار وي چې د شمالي کوریا کوم واکمن سیول ته سفر کوي.

پر پوله حایله حوزه

وروسته له هغې چې کیم او مون د «پیونګ یانګ ګډه اعلامیه» لاسلیک کړه، د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د کوریا نیمه ټاپو کې د ترینګلتیاوو د راکمولو په موخه یو تړون لاسلیک کړ. د دې له پاره شمالي او سویلي کوریاوي غواړي چې پولې ته څیرمه حایلي سیمې او داسې سیمې چې پکښې الوتنو ته اجازه نه وي رامنځ ته کړي.

همداشان په پام کې ده چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د هر هیواد پولې ته څیرمه خپل پوځي تمرینات هم ودروي. 

په روان کال کې دریمه سرمشریزه

کیم او مون تر دې دمخه د اتومي بې وسلو کیدو، د تلپاتي سولې حل لاره او د دواړو کوریاوو د داخلي اړیکو د ښه کیدو په موخه دوهمه غونډه ختمه کړې وه. د کارګر ګوند په مرکز کې د لومړۍ ورځې تر خبرو اترو وروسته د دوهمې ورځې خبرې اترې په دولتي میلمستون کې تر سره شوې، چیرې چې مون شپه هم تیره کړې وه.

دا په روان میلادي کال کې د کوریا په هکله دریمه او د مون او کیم تر منځ په پیونګ یانګ کې لومړنۍ سرمشریزه ده. د سویلي کوریا ولسمشر غواړي چې د شمالي کوریا او امريکا متحدو ایالاتو تر منځ دریدلې خبرې بیرته لارې ته برابرې کړي. کیم د اتومې بې وسلو کیدو په هکله پر خپل هوډ ټینګار کړی دی. خو په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویل شوي چې دغه کار به کله وشي او متحده ایالات به یې په بدل کې څه وکړي.

«د فشار ساتل»

د سویلي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو د دغې سرمشریزې تر مخه پر دې خبره ټینګار کړی وو چې د نړیوالو بندیزونو په ترڅ کې د فشار ساتل څومره مهم دي، څو په بشپړه توګه اتومي بې وسله کیدو چارې سر ته ورسیږي.

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ یوې ویاندې ویلي دي چې متحد ایالات د اتومي بې وسلې کیدو پر لور «د پام او تائید وړ» ګامونو اخیستو هیله من دی. د ویاندې په وینا دغه سرمشریزه د کیم له پاره «یو تاریخي فرصت» دی چې په جون میاشتې کې په سنګاپور کې له ترمپ سره او اپریل او می میاشتو کې له مون سره په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوي توافقونه تطبیق کړي.

د رپوټونو له مخې د سویلي کوریا ولسمشر مون به راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په څنډه کې له ولسمشر ترمپ سره وویني او د سرمشریزي د پایلو څخه به یي خبر کړي. په پام کې ده چې دغه سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ ختمه شي، خو د سویلي کوریا یوه ویاند ویلي دي چې د دریمې ورځې پروګرام د سرمشریزي په پایلو پورې تړلی دی.

زموږ له آرشیف څخه: