1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين ماير: مسلمانانو پر وړاندې هېڅ ډول تبعيض نه شو زغملی

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير د کوچني اختر په مناسبت يوه پېغام کې د دغه هيواد اوسيدونکي د مسلمانانو پر وړاندې زغم ته وبلل. هغه ويلي دي چې د مسلمانانو پر ضد هيڅ ډول تبعیض نه شي زغملی.

https://p.dw.com/p/3JoJg
Bundespräsident Frank-Walter Steinmeier
انځور: picture-alliance/AA/A. Hosbas

شتاين ماير د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر په مناسبت يو کتبي پېغام کې په دغه هيواد کې ميشتو مسلمانانو او د دغه هيواد مسلمانو اتباعو ته د اختر مبارکۍ ورکړه.

هغه په دغه پېغام کې د آلمان خلکو ته په خطاب کې وويل: «موږ د ټولو هغو مسلمانانو پر وړاندې چې د مهاجرت ريښې لري، او په مجموع کې د ټولو «مسلمانانو» پر وړاندې هيڅ ډول بد ګماني، نفرت او تجريد نه شو زغملی.»

هغه د آلمان د اساسي قانون هغو برخو ته اشاره وکړه چې تبعيض او تجريد يې په صراحت سره منع کړی دی.

د آلمان ولسمشر زیاته کړې: «خوښ يم چې روژه او روژه ماتی په ټوله کې په يوه عادي امر باندې اوښتی او په آلمان کې زموږ د ګډ ژوند برخه ګرځيدلې ده.»

شتاين ماير د خپل پېغام په دوام ليکلي: «هغه مسلمانان چې د خپلو روژه ماتو په مراسمو کې د نورو اديانو پيروان ګډ کړي، هغوی زموږ هيواد کې په ګډه د اوسيدو، زغم او متقابل درناوی پېغام لرلی دی.» هغه وويل چې غواړي له همدې کبله له دوی څخه مننه وکړي.

د اټکلونو له مخې په آلمان کې شا او خوا ۵ ميليونه مسلمانان ژوند کوي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (د ۲۰۱۶م کال کوچنی اختر):