1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاین مایر: د افغانستان ټاکنې برخلیک ټاکونکې دي

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ فروردین ۱۳, چهارشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر او د سوسیال دیموکرات گوند سیاستوال فرانک والتر شتاین مایر، ویلي دي چې په افغانستان کې تر سره کیدونکي ټاکنې به د یوه نوي سیاسي پیل له پاره لار پرانیزي.

https://p.dw.com/p/1BZvw
انځور: picture-alliance/dpa

شتاین مایر له یوې آلمانۍ ورځپاڼې «اوسنا بروکر» سره په خبرو اترو کې ویلي دي چې ۲۰۱۴ کال د افغانستان له پاره «برخلیک ټاکونکی» ثابتیدای شي. په افغانستان کې د اپریل د میاشتې پر پنځمه نیټه د اوسني ولسمشر حامد کرزي ځای ناستی ټاکل کیږي. حامد کرزی د اساسي قانون له مخې د دریم ځل له پاره په ټاکنو کې برخه نه شي اخیستلی. د شاین مایر خبرې په دې ورځپاڼې کې د چهارشنبې په ورځ خپرې شوې دي.

دغه ټاکنې د افغانستان د راتلونکې له پاره مهمې گڼل کیږي ځکه چې د روان میلادي کال تر پایه به له دغه هیواد څخه ټول بهرني سرتیري راووځي او د ټول هیواد په کچه به امنیتي مسوولیتونه د افغان ځواکونو پر غاړه وي. دا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر رانسکوریدو وروسته پنځمې ټاکنې دي چې په دغه هیواد کې تر سره کیږي.

شتاین مایر په خپلو خبرو کې ویلي دي، که چیری افغانان وتوانیږي چې په رڼو او عادلانه ټاکنو کې یو نوی ولسمشر وټاکي، دا به د یوه نوي سیاسي پيل او د دغه هیواد د راتلونکي په هکله د مهمو پریکړو له پاره لاره برانيځي. شتاین مایر په راتلونکې کی له افغانستان څخه د ملاتړ ډاډ څرگند کړ او زیاته یې کړه: «آلمان به افغانستان ته شا وا نه ړوي. موږ دې ته چمتو یو چې له افغانستان څخه د ناټو د ماموریت د ختمیدو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه زموږ د جنگي ځواکونو تر راوتلو وروسته هم له دغه هیواد څخه ملاتړ وکړو.»

په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر پر دې خبره ټینگار وکړ چې نوی افغان حکومت باید هغه ریفورمونه چې له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه یې شوې ده عملي کړي. هغه په دې برخه کې تر ټولو زیات د ښې حکومتوالۍ او د فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې پر ریفورمونو باندې ټینگار وکړ.

د شتاین مایر په وینا په هندوکش کې د آلمان بوختیا له څو کلونو راهیسې ملکي بڼه غوره کړې ده. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د دغه هیواد بیا رغاونه، ښوونه او روزنه او د خلکو له پاره د یوه قوي اقتصاد رامنځ ته کول د آلمان د فعالیتونو اصلي برخه ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب