1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شتاين ماير: د بیان ازادي د نورو د توهین په معنی نه ده

۱۳۹۸ آبان ۲۷, دوشنبه

د آلمان جمهوررئيس ويلي چي د بیان ازادي د نورو د توهین او کرکي خپرولو په معنی نه ده. هغه وويل چي د بيان د آزادۍ د حق څخه بايد ناوړه استفاده ونه سي او نه هم په دې سره د نورو بې احترامي وسي.

https://p.dw.com/p/3TEXF
Demonstration gegen Moscheeneubau
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

جمهوررييس فرانک واټر شټاین مایر دغه خبري د پوهنتونونو د رییسانو د کلني کنفرانس پر مهال نن دوشنبه (د نومبر  میاشتي ۱۸ نیټه) په هامبورگ کي وکړې او اضافه یې کړه چي د « بیان له ازادۍ څخه  حتی د نورو کسانو د جسماني حملو، صحت او ژوندانه د تهدیدولو په لار کي استفاده کیږي.» خو په خبره یې دا د بیان ازادي نه ده، «بلکي ژبنی خشونت دی، چي باید مخنیوی یې وسي او مجازات سي.» هغه وويل: »ځيني کسان د بیان د ازادۍ حق د دې حق سره تغیروي، چي نور کسان په بې پروایۍ سره تحقیر او بې احترامي یې وکړي.« هغه وويل چې دغه ډله کسان اصلأ د بیان ازادي تهدیدوي.

شټاین مایر همدارنگه وویل د ځینو کسانو دا احساس چي نور د خپل نظر او عقیدې د بیانولو اجازه نه لري، نو هغه د »ژبني خشونت، تبعیض، دښځو څخه نفرت، د همجنسبازانو او یا یهودانو سره دښمنۍ ته د حق په جانب توب په معنی نه دی.»

Deutschlannd Symbolbild Hass in der Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/O. Andersen

شټاین مایر په خپله وینا کي دا هم وویل چي په خبرو او خپل نظر په بيانولو کي احترامانه طرز او رفتار د دې معنی نه لري، چي د یوې موضوع سره مخالفت ونه سي. شټاین مایر غوښتنه وکړه « هغه څه ته چي موږ ضرورت لرو، هغه د یوې موضوع سره د مخالفت کولو کلتور دی، چي باید زده سي.» د مخالفت کولو دغه کلتور جرأت او خونسردۍ ته ضرورت لري.»

هغه زياته کړه د دې برعکس نور انسانان  چوپ پاته کیدلو ته مجبورول، ځکه چي هغوی خپله جهان بیني لري، د منلو وړ نه ده.

شټاین مایر، د پوهنتونونو د رییسانو په مخکي هیله څرگنده کړه چي پوهنتونونه په یوه داسي ځای باندي تبدیل کړي، په کوم کي چي د«مخالفت کولو کلتور» بیرته زده سي.