1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاوخوا ۳۰۰۰ صندوقونه تفتیش شوي دي

حسین سیرت۱۳۹۳ مرداد ۱۴, سه‌شنبه

د ټاکنو کمیسیون وایي چې د تفتیش د بهیر له پیل راهیسې شاوخوا ۳۰۰۰ صندوقونه څیړل شوي دي. دې کمیسیون زیاته کړې ده چې د رایو د لا ښي څیړنې په موخه به له هغه میکانیزم څخه کار واخیستل شي چې دواړو نوماندانو پرې موافقه کړې.

https://p.dw.com/p/1Cp7S
انځور: Reuters

د رایو د باطلولو د میکانیزم د نه وضاحت له کبله په وروستیو اوونیو کې د رایو د تفتیش بهیر څو وارې درول شوی دی. خو اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د ملگرو ملتونو له خوا د رایو د ابطال په موخه وړاندیز شوی میکانیزم د دواړو نوماندانو له خوا منل شوی دی او تر دې وروسته به له هغه څخه کار واخیستل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «هغه چک لیست چې دواړه نوماندان ورباندې د نظر توافق لري او د رایو د ابطال میکانیزم چې دواړو منلی دی، وروستي شوي دي. د همدغو دوو سندونو له مخې چې هم نوماندانو منلي، هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون تصویب کړي او هم د ملگرو ملتونو له خوا وړاندیز شوي دي، د تفتیش چارې پر مخ روانې دي او پر مخ به ولاړې شي.»

د تفتیش د بهیر ورو پر مخ تلل

ښاغلی نور وویل چې د دوشنبې په ورځ د رایو ۶۰۰ صندوقونه تفتیش شول او د سه شنبې په ورځ هم دغه بهیر پرته له کومې ستونزې پر مخ ولاړ. کمیسیون وایي چې هڅه کوي هره ورځ د زرو په شاوخوا کې صندوقونه تفتیش کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون له لومړي سره غوښتل هره ورځ زر صندوقونه تفتیش کړي خو په دې بهیر کې د ستونزو د رامنځ ته کیدو له کبله دغه پلان عملي نه شو.

اوس چې د رایو د تفتیش د بهیر له پیلیدو څخه ۱۸ ورځې تیریږي، یوازې ۲۰۰۰ صندوقونه تفتیش شوي دي او لا هم ۲۰۰۰۰ صندوقونه پر ځای پاتې دي.

خو د نور په خبره اوس دغه بهیر په ښه ډول پر مخ روان دی: «د تفتیش چارې په ښه ډول په یوې ډیرې دوستانه فضا کې پر مخ روانې دي. دواړه نوماندان په دې خبره پوه شوي دي چې یوې پایلې ته د رسیدو یوازینۍ لاره د رایو تفتیش دی چې باید په سمه توگه پر مخ ولاړه شي.»

په یوه وخت کې د څو ولایتونو د رایو تفتیش

د سه شنبې په ورځ ډیر شمیر کورنیو او بهرنیو څارونکو د تفتیش چارې وڅارلې. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې اوس په دغه بهیر کې له ۲۰۰۰ څخه ډیر کسان ښکیل دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دواړو نوماندانو د استازو تر منځ د اعتماد د فضا د رامنځ ته کولو په موخه په عین وخت کې په څو هنگرونو کې د بیلابیلو ولایتونو د رایو د تفتیش چارې پیل کړې دي.

دغه کمیسیون استدلال کوي چې که په یوه وخت کې یوازې د یوه ولایت رایې تفتیش شي نو کیدای شي چې د یوه نوماند په گټه او یا هم ضرر وي نو له دې کبله د څو ولایتونو د رایو شمیرنه کیدای شي د اعتماد فضا له رامنځ ته کیدو سره مرسته وکړي.
نور په دې اړه وویل: «دواړو نوماندانو وړاندیز وکړ چې د بیلابیلو ولایتونو او زونونو رایې دې په یوه وخت کې وڅیړل شي ترڅو اعتماد رامنځ ته شي. نه دا چې د یوه ولایت رایې په یوه هنگر کې وڅیړل شي.»

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو په خبره اوس د رایو د تفتیش پر بهیر د نوماندانو له ۶۰۰ څخه ډیر استازي او شاوخوا ۵۰۰ کورني او بهرني څارونکي، څارنه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب