1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاوخوا ديرش مهاجر له ډوبيدو وژغورل شول

۱۳۹۷ شهریور ۳۱, شنبه

د رويټرز خبري آژانس خبر ورکوي چې د شنبې په ورځ د لبنان په سمندري اوبو کې د سوريايي مهاجرو يوه کشتۍ ډوبه شوې ده. امنيتي سرچينو ويلي چې ډيری مهاجر د لبنان د پوځ له خوا ژغورل شوي خو لږ ترلږه يو ماشوم په اوبو کې ډوب شوی دی.

https://p.dw.com/p/35Kbc
Spanien Ankunft von Flüchtlingen in Andalusien
آرشیفانځور: picture-alliance/CITYPRESS 24/F. Passolas

رويټرز د امنيتي سرچينو په حواله ليکي چې دغه پيښې د يونان له شمالي ساحل څخه شاوخوا ۱۸۰ کيلومتره لرې رامنځ ته شوې ده.

ويل شوي چې په دغې کشتۍ کې سپاره مهاجر په غيرقانوني توګه قبرس هيواد ته ليږدول کيدل.

د چارواکو له قوله، په کشتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه د درو هغو روغتيايي وضعيت وروسته په روغتون کې نازک ښودل شوی دی.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالې کمشنرۍ (يو ان اچ سي آر) په حواله د سوريې کورنۍ جګړې له پیل راهيسې شاوخوا يو ميليون سوريايي مهاجر په لبنان کې ژوند کوي. خو د لبنان حکومت بيا دغه ارقام شاوخوا يونيم ميليون ښيي.

اروپا ته ډيری غيرقانوني مهاجرتونه د سمندر پر خطرناکو لارو ترسره کيږي. د رپوټونو په حواله ډیری دغه مهاجر د افريقايي هيوادونو څخه وي.

يو ان اچ سي آر په اګست مياشت کې ويلي وو چې د روان کال په لمړيو ۷ مياشتو کې څه باندې ۱۵۰۰ مهاجر د مديترانې سمندرګي په اوبو کې مړه شوي دي.

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: