1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیپري: «اتومي وسلې ورځ تر بلې مهمې ګرځي»

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

د سیپري انستیتوت خبرداری ورکړی دی چې د اتومي وسلو پرته یوه نړۍ نه تر سترګو کیږي. بلکې برعکس د روسیې او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په نزدې راتلونکي کې د وسلو دوه مهم تړونونه ختمیږي چې ښایي د نوي تسلیحاتي سیالۍ سبب شي.

https://p.dw.com/p/3KZsR
US Atomrakete
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedel

د نړۍ اتومي قدرتونو یو ځل بیا د اتومي وسلې پر زیرمو خپله پانګونه زیاته کړې. په ستوکهلم کې د سولې څیړنیز انستیتوت په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د اتومي سرګلولو په شمیر کې کمې راغلی دی خو د دې پر ځای بیا هیوادونو دا هڅې پیاوړي کړي دي چې خپلې اتومې وسلې عصري کړي.

د رپوټ له مخې د ولسمشر دونالد ترمپ تر مشرۍ لاندې دا د امریکا متحده ایالاتو د حکومت د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه ده. د سیپري په وینا په روسیه کې هم ورته یو دود موجود دی. د سیپري کارپوه شانون کیل، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ وینو چې اتومي وسلې د ملي امنیت او پوځي ستراتیژۍ په برخه کې یو ځل بیا مهمې ګرځي.»   نوموړی زیاتوي چې تر کوم ځایه چې د عددونو د کمیدو خبره ده نو دواړه قدرتونه تر ټولو زیات هغه وسلې له منځه وړي چې نوره ورته اړتیا نه لري.

شمالي کوریا د اتومي سرګلولو شمیر زیات کړی

واشنګټن او مسکو په ګډه د نړۍ په کچه ۹۲ سلنې اتومي سرګلولي لري: اټکل کیږي چې امریکا متحده ایالات دې ۶۱۸۵ او روسیه ۶۵۰۰ اتومي سرګلولي ولري. د ملګرو ملتونو ویټو حق درلودونکي هیوادونه بریتانیا (۲۰۰)، فرانسه (۳۰۰) او چین (۲۹۰) اتومي سرګلولي لري. اسرائیل بیا د (۸۰ – ۹۰) ترمنځ، هند د (۱۳۰ – ۱۴۰) ترمنځ او پاکستان د (۱۵۰ – ۱۶۰) ترمنځ دغه ډول وسلې لري. په ټوله نړۍ کې د دغو وسلو شمیر بیا ۱۳۹۰۰ اټکلیږي.

هغه هیواد چې د اتومي وسلو د زیرمو په برخه کې  په وروستیو کې د نړۍ په کچه په عامه محضر کې د پام وړ ګرځیدلی شمالي کوریا ده. د سيپري د رپوټ له مخې دغه هیواد چې په ۲۰۱۸م کال کې له لسو څخه تر شلو اتومي سرګلولي درلودې اوس یې شمیر له ۲۰ څخه تر ۳۰ اټکلیږي.

Replik der ersten russischen Atombombe
د مسکو په يوه ميوزيم کې د روسیې د لومړي اتومي بم انځورانځور: picture-alliance/ITAR-TASS/A. Geodakyan

خو دغه شمیرې یوازې په خپل ذات کې دومره د اهمیت وړ نه دي، خو د یوه کړکیچ د رامنځ ته کیدو په صورت کې د هغې پریکړنده اهمیت په دې کې دی چې اتومي وسلې څومره د استعمال وړ دي. د سولې څیړنیز انستیتوت د نړۍ په کچه ۳۷۵۰ دغه ډول وسلو اټکل کوي، چې کابو ۲۰۰۰ یې د خبردارۍ په لوړه کچه کې ساتل کیږي. یوازې د متحده ایالاتو، روسیې، بریتانیې او فرانسې اتومي سرګلولي د ژر کار اخیستو وړتیا لري.

په نړیواله کچه د اتومي وسلو په شمیر کې کمښت د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د وسلو یوه تړون ته ورګرځي. د «نوي پیل» په نوم تړون چې په ۲۰۱۰م کال کې رامنځ ته شوی وو، په ۲۰۲۱م کال کې پای ته رسیږي او د منځني واټن ویشتونکو اتومي توغندیدو د منع تړون «آی ان اف» چې په ۱۹۸۷م کال کې رامنځ ته شوی وو، لغوه شوی دی. ښایې دغه دواړه تړنونه په نزدې راتلونکي کې خپل مؤثریت له لاسه ورکړي.

کابو یوه اوونۍ تر مخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس خبرداری ورکړی وو چې د اتومي بې وسلو کیدو د هڅو په ترڅ کې کړکیچ د نړۍ سولې ته ګواښ رامنځ ته کوي. په ستوکهلم کې د نړۍ د ۱۵ هیوادونو له وزیرانو سره چې اتومي وسلې نه لري تر ملاقات وروسته هایکو ماس انتقاد کړی وو چې موضوع آن په سیاسي اجنډا کې شتون نه لري.

sr/bs (dpa, epd)

زموږ له آرشيف څخه: