1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږ کال۶۰ میلیونه انسانان بې ځایه شوي دي

۱۳۹۴ آذر ۲۷, جمعه

ملګري ملتونه وايي چې اټکل کیږي سږ کال د جګړو، شخړو او ځورونو له کبله تر ۶۰ میلیونو ډیر کسان بيځایه شوي دي. دا په دې معنی ده چې په ۲۰۱۵ کال کې له هرو ۱۲۲ کسانو څخه یو کس بې ځایه شوی دی.

https://p.dw.com/p/1HPXC
Griechenland Mazedonien Grenze Flüchtlinge
انځور: DW/D. Cupolo

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان د جمعې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې پکښې ویل شوي دي چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ډېر کسان یا په خپلو هیوادونو کې بې ځایه شوي دي، په بل هیواد کې یې د پناه غوښتنه کړي ده او یا هم مهاجر شوي دي. دا سازمان همداراز وایي چې د ۲۰۱۵م کال شمېرې به لا هم زړه دردونکي وي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان ریس انتنیو ګوتیرس په یوې اعلامیه کې ویلي دي: «جبري بې ځایه کیدل زموږ پر اوسني حالت ژوره اغیزه لري. پخوا هیڅ کله هم د اوس په شان له هغو بې ځایه شویو کسانو سره چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي د زغم، مینې او همدردۍ له پاره اړتیا نه وه محسوس شوې.»

سر بیره پر دې چې ګومان کیږي ډیر مهاجر اروپایي او شمالي امریکایي هیوادونو ته ځانونه رسولي وي خو د ملګرو ملتونو د دې رپوټ په حواله ډېر کسانو هغو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی چې د جګړه ځپلو هیوادونو سره پوله لري.

Passau - Flüchtlingslager
انځور: Stadt Passau

د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پنځه میلیونه کسان بې ځایه شوي دي چې ۴،۲ میلیونه کسان یې په خپلو هیوادونو کې پاته شوي دي او ۸۳۹ زره نور یې بیا تر سرحدونو تیر شوي دي. د رپوټ شمیرې دا ښيي چې هره ورځ ۴۶۰۰ کسان مهاجر شوي دي.

د جون میاشتې په پاې کې په نړۍ کي ۲۰،۲ میلیونه کسان مهاجر شوي وه چې د ۲۰۱۱ کال د همدې میاشتی په پرتله ۴۵ سلنه ډېرښت ښيي.

په سوريه کې جګړه د مهاجرت لامل ګڼل کیږي او د دې رپوټ په حواله تر جون میاشتې پورې د دې جګړو له کبله ۴،۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي وه.

په آلمان او روسيه کې تر ټولو ډیرو مهاجرو د پناه غوښتنه

د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۵۹ زره کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې وه. تر جون میاشتي وروسته حالات لا هم وران شوي دي او اوس اټکل کیږي چې په آلمان کې به یو میلیون مهاجر د پناه غوښتنه کوي.

Syrien Zerstörtes Krankenhaus in Aleppo
انځور: picture-alliance/AA/S. Leila

همداراز په روسيه کې د ۲۰۱۵م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۰ زره کسانو د پناه غوښتنه کړي ده چې ډېر يې د اوکراین په ختيځ کي له جګړو څخه تښتي.

همداراز په یمن کې د جګړو له کبله ۹۳۳۵۰۰ کسان په هيواد کي دننه بې ځایه شوي دي. د اوکراین جګړو هم ۵۵۹۰۰ کسان په کور کې بیځایه کړي دي او همداراز په کانگو جمهوریت کې هم د جګړو له کبله ۵۵۸۰۰ کسان په کور کې بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا شمیرې د ۲۰۱۵م کال تر نیمایي پورې دي او ویل کیږي چې د کال تر پايه پورې به تر۶۰ میلیونو زیات کسان بې ځایه شي. د دې سازمان په حواله دا په دې معنی ده چې په نړۍ کې له هرو ۱۲۲ کسانو څخه یو یې دې ته اړ شوی چې له خپل کور څخه وتښتي.

Griechenland Flüchtlinge in Athen
انځور: DW/D. Cupolo

د دې سازمان د رپوټ له مخې خپل هیواد ته په خپل زړه د بیرته تګ شمېر راکښته شوی او د ۲۰۱۵م کال په لومړيو شپږو میاشتو کې یوازې ۸۴ زره کسان په خپل زړه خپل هیواد ته بیرته تللي دي چې دا شمیره د تیرکال په لومړيو شپږو میاشتو کې ۱۰۷ زره کسانو ته رسیدلې وې.

د رپوټ په پاې کې راغلي دي: «که چیري تاسو نن مهاجر شی نو خپل کور ته مو د بیا ستنیدو امکانات د تیرو ۳۰ کلو په پرتله تر ټولو لږ دي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب