1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سپوږمۍ ته د تگ سيالي: امريکا بيړه کوي او روسيه؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳, سه‌شنبه

سپوږمۍ ته د يوه امريکايي تر ختلو نيمه پيړۍ وروسته، داسي ښکاري چي يو وار بيا د مځکي د اوسيدونکو ترمنځ کومه سيالي موجوده وي. دا په داسي حال کي چي امريکا غواړي يو وار بيا لومړي مقام ترلاسه کړي. خو روسيه څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3HHu9
Mond Buzz Aldrin vor US-Flagge
انځور: picture-alliance/Photoshot/Neil A. Armstrong

اوس ښايي په غير رسمي ډول اسرائيلو د فضا نوردۍ په برخه کي لومړی ځای خپل کړی وای. خو بريالی نه سو چي تر امريکا متحده ايالاتو، روسيې او چين تر مخه خپله سپوږمکۍ واستوي. د هغوی د «بيريشت» په نامه فضايي سپوږمکۍ د ماشين د خرابيدو له امله سقوط وکړ.

نيمه پيړۍ مخکي امريکا متحده ايالاتو، لومړنۍ سيالي هغه وخت وګټله چي د ۱۹۶۹م کال په جولای کي يو امريکايي فضانورد سپوږمۍ ته وخوت.

د مارچ په آخره کي د امريکا مرستيال ولسمشر مايک پينس د امريکا له فضايي ادارې ناسا څخه غوښتي ول چي د پنځو کلونو په ترڅ کي دي يو ځل بيا يو امريکايي، سپوږمۍ ته د ختو له پاره واستوي. پينس خبرداری ورکړ چي که ناسا د دې قابليت ونه لري، نو د امريکا حکومت به له شخصي شرکتونو څخه دغه غوښتنه وکړي. هغه ويلي چي امريکا اوس يو وار بيا د سيالۍ ډګر ته رواتې، دا چي له چا سره، پينس په دې هکله څه ونه ويل.

د چين او شخصي شرکت ايلون موسک له خوا سيالي

د اورلاندو په پوهنتون کي د فلوريدا سپيس د انستيتوت مشر، رامون لوګو ګومان کوي چي د پينس مقصد به د چين او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ سيالي وي.

د نوموړي کارپوه په حواله، چين په ښکاره ډول سپوږمۍ ته د ختو پلان لري. علاوه پر دې د چين او امريکا ترمنځ په ډيرو تخنيکي برخو کي هم سيالي موجوده ده. په جنوري مياشت کي يوه چينايي سپوږمکۍ په برياليتوب سره هدف ته ورسيده.

لوګو چي له کلونو راهيسي يي په ناسا کي فعاليت کاوه دا خبره له امکان څخه ليري بولي چي روسيه دي نړيوالو فضايي اډو ته پر ډيرو سپوږمکيو استولو سربيره هم له امريکا سره سيالي وکولای سي. د هغه په خبره د ناسا او شخصي شرکتونو لکه، ايلون موسک څخه سپيس ايکس شرکت او داسي نورو ترمنځ سيالي موجوده ده.

آيا روسيه به په دغه سيالۍ کي برخه واخلي؟

د روسيې د فضايي چارو له اکاډمي څخه اندرې آيونين په نظر په دې برخه کي کومه سيالي موجوده نه ده. د هغه په برخه د پينس دغه څرګندوني د داخلي سياست يوه برخه ده او غواړي په ۲۰۲۴م کال کي د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره ځان آماده کړي.

دا په داسي حال کي چي که څه هم پينس په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي. د نوموړي روسي کارپوه په حواله، په راتلونکو پنځو کلونو کي به سپوږمۍ ته ختل يوازنۍ پروژه وي، خو په دې سيالۍ کي به نه چين او نه هم روسيه له امريکا سره برخه واخلي. دا ځکه چي مسکو نه د اقتصادي لحاظه او نه هم له تخنيکي لحاظه دې کارته آماده دی.

اروپا د ښکاره زيګنالونو په تمه ده

د جرمني د حکومت د پارلمان غړي او د آلمان د اقتصاد او انرژۍ په وزارت کي د هوا او فضانوردۍ د چارو تنظيم کوونکي توماس يارزومبيک، هم نه غواړي سپوږمۍ ته د ختو په موضوع کي له کومي سيالي څخه خبري وکړي.

د هغه په خبره دا په دې معني نه ده چي امريکا متحده ايالات به دا کار په يوازي سر تر سره کړي، بلکي له آي اس اس، کاناډا، اروپا او جاپان سره به يوه لويه همکاري موجوده وي.

هغه له دويچه ويلي سره په مرکه کي وويل چي موږ له امريکا څخه يوه زيګنال ته اړتيا لرو چي دا کار څنګه پر مخ روان دی. مرستيال ولسمشر پينس په دې هکله څه نه دي ويلي. خو اروپايي ټولنه غواړي د Gateway په نامه د ناسا په نړيواله پروژه کي، په سپوږمي کي د يوې فضايي اډې په جوړولو کي برخه واخلي. اوس دغه پروژه په پلان کي ده. همدارنګه روسيې هم خپله علاقمندي ښودلې ده.

Roman Goncharenko

زموږ له ارشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل