1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيما ثمر: «جګړه په بمونو نه شي ګټل کیدای»

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیر خپلې لوړې کچې ته رسیدلې دی. دویچه ویله په افغانستان کې د بشري حقونو له مشرې، ډاکټر سیما ثمر سره په دې هکله مرک کړې چې پښتو لنډه بڼه یې دلته لوستلای سئ:

https://p.dw.com/p/2gm5r
Dr. Sima Samar Menschenrechtlerin Afghanistan Kabul
انځور: DW/S.Petersmann

د دې پوښتنې په جواب کي چي «په افغانستان کي اوسنی امنيتي وضعيت څنګه ارزوئ؟» سيما ثمر وويل: له بده مرغه، په افغانستان کې امنیتي حالت د خرابیدو په حال کې دی. زما له نظره د دې کار یو لامل د افغانستان له پاره د نړیوالو ځواکونو د اوږدمهالې ستراتیژۍ د نشتون له امله له وخت څخه مخکې د نړیوالو ځواکونو وتل دي. په افغانستان کې له پیل څخه د بیلابیلو هیوادونو ترمنځ د افغانستان د پوځي ماموریت او د بیارغونې په هکله ګډ نظر او همغږي موجوده نه وه.

نوموړې د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز وايي چې دولتي ادارې باید د خلکو اړتیاوو ته ځواب وايي. د افغانستان د خکلو د اعتماد د ګټلو له پاره نړیوالې ټولنې په دې هیواد کې ښه حکومتولي او د قانون حاکمیت ملاتړ ونکړ. افغانان د امنیتي حالت د ښه والي له پاره مهم رول لري. د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې وروسته، دغه مداخله په بشپړه توګه د بشري حقونو او یا هم د انساني کرامت د خوندي کولو په اساس نه وه شوې. سیما ثمر همدا راز وايي چې په افغانستان کې د کلونو راهیسې د توکم، مذهب، جنسیت او ژبنیز تعصب ادامه لري.

هغه وايي چې  کله چې په یوه ټولنه کې تعصب روان وي نو اختلافات او کړکیچ هم ادامه پیدا کوي. هغه وايي چې کیدای شي د دغه څه شکل تغیر وکړي خو له دغه زخم څخه به همداسې وینې روانې وي. هغه همدا راز وايي چې سوله د جګړې د ختم په معنی ده او سوله د بشریت له پاره خوندیتوب رامنځته کوي. سوله عدالت دی او د باعزته ژوند له پاره انسان ته آزادي بخښي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د ډیریدو تر شاه څوک دي، سیما ثمر وویل چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډیریدل سیمه ایز او نړیوال ابعاد لري او د دې څه نا څه ریښې د افغانستان په دننه کې هم نغښتې دي. په افغانستان کې د قدرت په لوبه کې د ښکیلو څیرو ترمنځ اختلافات موجود دي. هغه همدا راز وايي چې د دې لوبې نړیوال او سیمه ایز لوبغاړي د افغانانو کمزورتیا یعنې بې وزلي، د کاري فرصتونو نه شتون، خرابه حکومتولي او د ځواب ورکوونکو دولتي ادارو نه شتون په څیر کمزوري ټکي په نخښه کوي. هغه وايي چې دغه ټول د افغانانو له پاره ستونزې زیږوي او دوی داسې احساس نه کوي چې که چیرته د مخالفینو پرضد ودریږي، حکومت د دوی ساتنه نه کوي.

له سیما ثمر څخه په دې مرکه وپوښتل شول چې د طالبانو د رژیم تر پرزیدو وروسته، طالبانو اوس ډیر غښتلي شوي او لا ډیره خاوره په خپله ولکه کې لري او حکومت پر ډیرو سیمو خپل کنټرول له لاسه ورکړی. د طالبانو په نسبت د افغان امنیتي ځواکونو د شمیر د ډیروالي سربیره، دا څنګه امکان لري؟

سیما ثمر تر لږ ځنډ وروسته د دې پوښتنې په ځواب کې وویل چې زه فکر نه کوم چې طالبان دې ورځ تر بلې غښتلي کیږي. دوی د نړیوالو بشري قوانینو په تر پښو لاندې کولو، د محکمې د ویرې پرته او د بشپړ قضايي خوندیتوب په لرلو سره ځینې فعالیتونه کوي.

هغه وايي چې موږ باید د دې چلن ریښې پیدا کړو چې کوم هیوادونه له دوی ملاتړ کوي او ولې دغه ملاتړ ادامه لري. هغه وايي چې زه په دې باور یم چې نړۍ اوس په دې پوهیږي چې څوک او کوم هیواد د طالبانو ملاتړ کوي خو د هغوی پروړاندې یو متحد او غښتلی اقدام نه کیږي. هغه وايي چې د طالبانو ملاتړي هیوادونه په اصل کې د سیمې او نړۍ له پاره ترهګري تولیدوي.

ثمر وايي چې د دې کار بل دلیل دا هم چې موږ ونشو کولای په افغانستان کې ښه حکومتولي او د قانون حاکمیت پلي کړو. ملکي کسان او افغانان پر خپل راتلونکې بې باوره دي او همدا لامل دی چې په اروپا کې د افغان مهاجرینو شمیر خورا ډیر لوړ دی.

د یادولو وړ ده چې افغان حکومت تر ډیره پورې په ګاونډي هیواد پاکستان د ترهګرو او طالبانو د روزنې، تمویل او تجهیز تور پورې کوي. رپوټونه همدا راز وايي چې روسیه، چین، ایران او هندوستان هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. د دې سربیره، نړیوالې جهادي ډلې له خلیجي هیوادونو څخه پراخ مالي ملاتړ او پیسې هم ترلاسه کوي.

د دې سربیره د امریکا متحده ایالتو کې د ولسمشر ترمپ تر واک ته رسیدو وروسته، د ترمپ اداره په دې هڅه کې ده چې د افغانستان دجګړې له پاره خپله پوځي تګلاره اعلان کړي او داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې پاکستان غواړي د دې ستراتیژۍ له لارې پر پاکستان هم سیاسي او اقتصادي فشارونه لا ډیر کړي.

سیما ثمر د ۲۰۰۱م نه تر ۲۰۰۲م کال پورې د افغانستان لومړنۍ د ښځو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړه. نوموړې اوسمهال د افغانستان د بشري حقونود خپلواک کمیسیون مشره ده او په ۲۰۱۲م کال کې یې د نوبل جایزې بدیله جایزه چې هم ګټلې ده. دغه مرکه په کابل کې د دویچه ویله خبریالې ساندرا پیترسمن ترسره کړې.