1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویدن کې مهاجر په خیمو کې اوسیږي

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبه

د سویدن د مهاجرت ادارې مشر د جمعې په ورځ وویل سربیره پر دې چې د پناه غوښتونکو په شمیر کې د پام وړ کموالی راغلی دی خو بیا هم سویدن د استوګنځایونو کموالي سره مخامخ دی او له دې کبله اوس مهاجر په ګرمو خیمو کې ځاې پر ځاې کوی.

https://p.dw.com/p/1HMPu
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: DW/R. Orange

د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ریبیکا بیشس داسې ویلي دي: «په پیل کې ۱۷ پناه غوښتونکي په موقتو خیمو کې چې د سویدن په سویل کې د ریفانګي سیمه کې درول شوي دي، ځاې پر ځاې شوي دي.»

په ۱۹۹۰ لسیزې کې په بالکان هیوادونو کې تر جګړو ورسته چې هغه مهال هم سویدن یو شمیر مهاجرو ته پناه ورکړې وه، دا اول ځل دی چې په داسې یوې پراخه سیمه کې د مهاجرو له پاره خیمې درول کیږي.

په ریفانګي سیمې کې د جمعې په ورځ د یخنې کچه د سانتې ګراد پنځې درجې وه او باران هم وریده.

بیشس وویل چې په دې ۱۷ خیمو کې به شاوخوا ۲۰۰ کسان ژوند کوي او په هرې خیمې کې به ۱۲ کسان اوسیږي. تر اوسه یوازې مجرد کسان په دې کمپ کې ځاې پر ځاې شوي دي ځکه چې کورنۍ په نورو مجهزو کمپونو کې ځاې پر ځاې شوي دي.

بیشس همداراز وویل تر هغې چې موږ دایمي استوګنځایونه جوړوو او دا خیمې یوه موقته د حل لاره ده. هغې همداراز زیاته کړه: «موږ نه پوهیږو چې دا کسان به تر څه وخته په دې کمپونو کې اوسیږي او دا وړاندوینه یو نا ممکنه کار ده خو موږ هره ورځ پر دې کار کوو.»

بیشس وویل چې لومړني ۱۲ کسان چې د پنجشنبې ورځ ماښام دې کمپ ته واستول شول له افغانستان، الجیریا، عراق او سوریې څخه دي.

هغه زیاتوي د دې کسانو څخه یو شمیر يې غوښتل چې نن مسجد ته ولاړ شي او ځینو یې غوښتل چې سګرت وپلوري نو موږ یو مني بس لرو چې دوی هر ځای ته چې غواړي هلته ورسوي.

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/C. Court

مهاجر او د ژمي یخنۍ

۳۸ کلن دیآ الاګالي چې په بغداد کې د ښوونځي ښوونکی وه وايي: «تیره شپه یې موږ ته وویل چې موږ به دلته د یوې اوږدې مودې له پاره اوسیږو، خو موږ نه پوهیږو چې تر کومه وخته به اوسیږو.»

له لسو هیوادونو څخه تر تیریدو وروسته الاګالي ډیر خوښ دی چې سویدن ته رسیدلی دی او غواړي خپله میرمن او درې ماشومان هم سویدن ته راولي. هغه همداراز زیاتوي: «بهر ډیره یخنی ده خو دننه هر څه کار کوي، او د دې ځاې کارکوونکي ډیر ښه خلک دي.»

له الجریا څخه یو ۲۹ کلن ځوان چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي وویل چې که هغه پر دې پوه وی چې په سویدن کې به په خیمې کې اوسیږي نو بیا به په آلمان کې پاتې شوی وه.

هغه وايي د خوب له خیمې څخه د ناستې خیمې ته او یا هم د خوړو خیمو ته د تګ له پاره باید سړې هوا ته ووځو. هغه همداراز وايي چې د خوب په خیمو کې هم د کسانو شمیر ډیر دی او کیداې شي یو شمیر یې مریضان وي.

سویدن د مهاجرو له پاره ښه شرایط لري او د همدي له پاره له ډیر پخوا څخه مهاجر ځان دې هیواد ته چې نفوس یې ۹،۸ میلیونه کسانو ته رسیږی، رسوي.

ایا مهاجر نو نه غواړي سویدن ته ولاړ شي؟

د سویدن د مهاجرت د ادارې د ارقامو له مخې د ۲۰۱۵ کال د نومبر تر میاشت پورې ۱۴۸ زره کسانو په دې هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده خو په وروستیو اوونیو کې دې هیواد ته د مهاجر د راتګ په کچه کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.

د سویدن د مهاجرت اداره همداراز زیاتوي چې د نومبر میاشتې په دوهمې اوونۍ کې دې هیواد ته ۱۰۵۰۰ کسانو ځان رسولی وه خو په تیرو ۷ ورځو کې دې هیواد ته ۳۵۴۱ کسانو ځان رسولی دی.

د نومبر په ۱۲مه نیټه سویدن پر خپله پوله امنیتي تدابیر سخت کړل او له هغې دوه اوونۍ وروسته يې د دې هیواد د مهاجرو په قانون کې د سختو بدلونونو خبر هم خپور کړ.

د مهاجرت ادارې همداراز له ترکیې څخه اروپا ته په کښتیو کې د راتلونکو کسانو په شمیرو کې کمښت ته هم اشاره کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب