1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريې ته د کیمیاوي وسلو د نه کارونې خبرداری ورکول شو

۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبه

امریکا، فرانسې او بریتانیې د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته ډیر واضح پیغام استولی دی. دغو هیوادونو ویلي دي چې که چیرې د سوریې پوځ د ادليب ولایت د بیرته نیولو پر مهال کیمیاوي وسلې استعمال کړي، نو دوی به مداخله وکړي.

https://p.dw.com/p/33ZqS
Syrien | Weißhelme bei der Rettung von Zivilisten
انځور: Getty Images/AFP/M. Al-Bakour

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ویټو حق درلودونکي درې هیوادونه امریکا متحده ایالات، فرانسه او بریتانیا په سوریې کې د ادلیب ولایت د بیرته نیولو عملیاتو ته اندیښمن دي. د دغو درې واړه هیوادونو له خوا په لاسلیک شوې ګډه اعلامیه کې د سوريې د پوځي عملیاتو په اړه ژوره اندیښنه ښودل شوې ده او د دغه هیواد ولسمشر بشارالاسد ته په څرګندو الفاظو خبرداری ورکړل شوی دی.

یادو هیوادونو په خپله ګډه اعلامیه کې ویلي دي: «مونږ په واضحه توګه وايو چې د اسد د رژیم له خوا د نورو ممکنه غیرقانوني کیمیاوي وسلو د استعمال په صورت کې ګډ اقدام ته ژمن یو.»

لویدیځ او د کیمیاوي وسلو د منع سازمان(OPCW)  په پرله پسې ډول د ملکي خلکو پر وړاندې د سوریې رژیم د پلوي ځواکونو له خوا د دغې کورنۍ جګړې پر مهال، چې څه د پاسه د ۷ کلونو راهیسې روانه ده، د کیمیاوي وسلې کارونه غندلې ده.

په ادليب کې د بشري ناورین انديښنه

د کیئر انټرنیشنل نړیوال مرستندویه سازمان ویانده جوئله باسوول، وایې چې مرستندویه سازمانونو هم پر ادلیب ښار د سوریې د تعرضي عملیاتو په هکله خبرداری ورکړی دی. دغه سازمانونه وایې چې دا ډول عملیات کیدای شي د ملکي خلکو له پاره داسې بشري ناورین رامنځته کړي چې په تیره اووه کلنه جګړه کې یې سارې نه دی لیدل شوی.

د ادليب روغتونونه په اوس وخت کې تر اندازې د ډیر فشار لاندې دي او نور نو نه شي کولی د احتمالي بریدونو له قربانیانو سره مرسته وکړي.

یوازې دوه ورځې مخکې نړیوال روغتیایې سازمان (WHO) په ادليب ښار کې خوراکي موادو ته د بیړنۍ اړتیا او ناروغیو له ډیروېدو څخه خبرداری وکړی وو. دغه سازمان ویلي دي چې د واکسینونو د تطبیق مخ ته خنډونه، کیدای شي د ماشومانو د فلج یا ګوزن د ناروغیو د خپریدو لمن پراخه کړي.

Syrien Krieg 2016 | Weißhelme | Evakuierungstraining in Ostghuta
تر دوو میلیونو ډیر وګړي چې د دوو جبهو تر منځ بند پاتې دي لومړنیو روغتیاې خدماتو ته لاسرسی نه لري.انځور: Getty Images/AFP/A. Almohibany

د نړیوال روغتیایې سازمان سیمه ایز مشر میشل تیرن، وایې: «د سوریي په شمال لویدیځ کې روغتیایې وضعه ډیره خرابه ده او اټکل کیږي چې تر دې به هم لا زیاته خرابه شي». تیرن د اندیښنې په څرګندولو سره نړیوالې ټولنې ته سپارښتنه کوي: «که نړیوال روغتیایې سازمان اضافي مرستې ترلاسه نه کړي، نو تر دوو میلیونو ډیر وګړي به چې د دوو جبهو تر منځ بند پاتې دي، لومړیو روغتیايي خدماتو ته، د هغې له جملې څخه د انسانانو د ژوند ژغورنې اقداماتو ته لاسرسی ونه لري».

له جنګي سیمې څخه د تیښتې امکان نشته

ملګري ملتونه ویره لري چې پر ادليب یو تعرضي برید به تر ۲،۵ میلیونه انسانان دې ته اړ کړي چې د ترکیې د سرحد پر لور تیښته وکړي.

خو «د سوریې له پاره د مرستې او پراختیا» خیریه سازمان خبرداری ورکوي چې د ترکیې په سرحد کې د دغو پناه غوښتونکو له پاره هیڅ ډول زیربنا شتون نه لري.

د دې سازمان سیمه ایز مشر اماني قادور، وایې چې نور د استوګنې هیڅ ډول ځای او خیمې هم نه لري، له همدې امله ډیر خلک بی له دې چې په سیمه کې پاتې شي بل هیڅ کومه چاره نه لري.

ادلیب چې د سوریې په شمال لویدیځ کې واقع دی هغه وروستۍ سیمه ده چې اوس هم د یاغیانو تر کنترول لاندې ده. د سوریې ولسمشر بشار الاسد د یاغیانو او اسلامي افراطي ډلو وروستیو سنګرونو ته نږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي او پوځ خپل هوایې عملیات پیل کړي دي.

د سوریې په جګړه کې تر اوسه پورې په سلګونو زره انسانان وژل شوي او ۱۱ میلیونه انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.